تازه خبرونه

اسلامي امارت دې د رسمیت پېژندلو لپاره خپلې ژمنې پوره کړي

Published

on

د امریکا د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو همغږي کوونکي ویلي، که طالبان( اسلامي امارت) د نړیوالې ټولنې لخوا پر رسمیت پېژندل غواړي؛ نو باید خپل مسوولیتونه ترسره کړي.

د امریکا د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو همغږي کوونکي ویلي، چې اسلامي امارت له خپلو ژمنو څخه پر سرغړونه ځانونه نور هم منزوي کوي او د طالبانو دا کړنې به خپلې پایلې هم ولري.

جان کربي له امریکا غږ سره په مرکه کې څرګنده کړې: دوی (اسلامي امارت) غواړي، چې له نړیوالې ټولنې سره یو ځای شي او دوی په دې اړه ژمنې هم کړي. دوی په دوحه کې ژمنه وکړه او د کابل له نیولو وروسته یې په ځانګړې توګه ژمنه وکړه، چې په مسوولانه ډول به حکومت کوي او په افغانستان کې د ښځو او نجونو پرمختګ ته درناوی کوي؛ خو  مونږ ګورو، چې اوس دوی له دې ژمنو څخه سرغړونه کوي.

هغه زیاته کړې: له همدې کبله که طالبان (اسلامي امارت) وغواړي، چې مشروع وګڼل شي، که غواړي د نړیوالې ټولنې لخوا پر رسمیت وپیژندل شي، که غواړئ، چې په خپل هېواد کې د مالي مرستې او پانګونې غوښتونکي وي؛ نو باید خپلې ژمنې پوره او عمل پرې وکړئ.

د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا امریکا په افغانستان کې د داعش پر وړاندې د اسلامي امارت پر مبارزه قانع دی؛ کربي ویلي، چې اسلامي امارت یې باید ځواب ورکړي.

هغه دا هم په ډاګه کړې: دوی (اسلامي امارت) په افغانستان کې د داعش تر دوامداره ګواښ لاندې دی. دوی څنګه او کله د داعش پر ضد عملیات کوي او یا یې څنګه تعقیبوي. دوی (اسلامي امارت) باید په دې اړه خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت تل د داعش د ځپلو او د هغو د هڅو د مخنیوي غږ پورته کړی او وایي د؛

 که نړيواله ټولنه غواړي، چې وضعيت ښه شي، اندېښنو او ستونزو ته د پای ټکی کېښودل شي، نړۍ باید  له اسلامي امارت سره اړيکې ټينګې  کړي او پر رسميت یې وپېژني.

Trending

Exit mobile version