تازه خبرونه
اسلامي امارت دې ولس منلې شورا جوړه کړي
د حزب اسلامي رهبر ګلبدین حکمتیار له اسلامي امارته د داسې شورا جوړولو غوښتنه کړې، چې د ولس د ارادې استازیتوب وکړي او غړي یې د ولس لخوا غوره شي او د نویو واکمنانو په ګډون هر څوک یې د پرېکړو درناوی وکړي.
په افغانستان کې د یوه جامع حکومت د جوړېدو په اړه د ټولې نړۍ له غوښتنو سره سم؛ د حزب اسلامي رهبر له اسلامي امارته غواړي، چې د ملي اجماع له مخې یوه داسې شورا جوړه کړي، چې غړي یې د خلکو له خوا وټاکل شي او نوي واکمن یې د پرېکړو درناوی کوي.
ښاغلی حکمتیار ټینګار کوي؛ دا شورا باید د راتلونکي نظام اساسي کرښو د روښانونو، د واکمنانو د لرې کولو او ټاکلو دندې ولري.
د حکمتیار په وینا؛ دغه شورا بايد د اسلامي شريعت له مخې اساسي قانون جوړ کړي او د تصميم نيونې وروستی صلاحيت ولري.
ګلبدین حکمتیار وایي؛ ښاغلی حکمتیار وايي دغه شورا باید د اسلامي شریعت په چوکاټ کې اساسي قانون جوړ کړي او د وروستۍ پرېکړې واک ولري.
دغه سیاسي څېره ادعا کوي، چې امریکايي بې پیلوته الوتکو په افغانستان کې ډېر هدفونه پر نښه کړي؛ خو یوازې د شېیرپور برید په رسنیو کې راغلی او پاتې نور پټ پاتې دي.
هغه ټینګار کوي، چې د وروستي امریکايي سرتېري له وتلو وروسته په افغانستان کې ډرون الوتنې پیل کړې او د اسلامي امارت چوپتیا او نه اعتراض امریکا زړه وره کړه.
د اسلامي امارت ویاند درې ورځې مخکې په یوه غونډه کې ویلي؛ په افغانستان کې د القاعده د مشر د وژل کېدو ادعا اوس هم د ادعا تر بریده پاتې ده او څېړنې اوس هم بشپړې شوې ندي.
ذبیح الله مجاهد په دې غونډه کې ټینګار کړی، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د امریکا د بې پیلوته الوتکو ګرځېدل د افغانستان پر حاکمیت تېری دی او د دې تېري د درولو لپاره یې له امریکايي چارواکو سره جدي خبرې پیل کړې دي.
د حزب اسلامي رهبر پدې باور دی، چې ټول بهرني بنسټونه او هېوادونه او ورسره تړلې ډلې غواړي په هېواد کې ائتلافي حکومت رامنځته کړي، خو په وینا يي ائتلافي حکومتونو هېواد بحرانونو ته ټيل وهلی دی.
