Connect with us

تازه خبرونه

اسلامي امارت دې ښځو ته د زده‌کړو او کار اجازه ورکړي – د اسلامي همکاریو ټولنه

خپور شوی

د

د اسلامي همکاریو ټولنې (OIC) د یکشنبې پر ورځ د افغانستان اسلامي امارت له چارواکو وغوښتل، چې د نجونو لپاره دې د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانستلو هلې ځلې وکړي، چې د زده‌کړو له ټولو کچو برخمنې شي.

د اسلامي همکاریو ټولنې عمومي سکرتریت د شنبې پر ورځ د اسلامي امارت د لوړو زدکړو وزارت ته د هغې پرېکړې په اړه خپله ناهیلي څرګنده کړه، چې د ټول هېواد په ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې سږکال د ښځینه زده‌کړیالانو یا محصلینو د داخلیدو مخه نیسي.

د اسلامي همکاریو ټولنې تویت کړی؛ دا وروستی فرمان د کابل د رسمي چارواکو لخوا ښوونې، روزنې او عامه کارونو ته د نجونو او ښځو د لاسرسي په اړه اعلان شوي پراخ محدودیتونه نور هم سختوي.

یادې ټولنې د اسلامي امارت له چارواکو غوښتي، چې د نجونو لپاره د منځنیو ښوونځیو، لیسو او پوهنتونونو د بیا پرانستلو لپاره هڅې وکړي او دوی ته د زده‌کړو زمینه برابره او په ټولو هغو کچو اوتخصصونو کې، چې ورته اړتیا ده زده‌کړې او کار وکړي.

یادې ټولنې له اسلامي امارته وغوښتل، چې پر وروستۍ پرېکړه او پخوانیو فرمانونو له سره غور وکړي.

تازه خبرونه

ازبکستان او قطر د افغانستان د تلپاتي پرمختګ پر ملاتړ ټینګار وکړ

د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د افغانستان په چارو کې د دغه هېواد ځانګړي استازي، عصمت‌الله ارګاشوف، په تاشکند کې د قطر له سفیر حسن حمزه هاشم سره د سوداګرۍ، پانګونې، ټرانسپورټ، لوژسټیک کلتوري او بشري نوښتونو په برخو کې د همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

Published

on

 

ازبکستان او قطر په ګډه غونډه کې د دوه‌اړخیزو همکاریو د پراختیا او د افغانستان د تلپاتي پرمختګ د ملاتړ پر لارو چارو خبرې کړې دي.

د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د افغانستان په چارو کې د دغه هېواد ځانګړي استازي، عصمت‌الله ارګاشوف، په تاشکند کې د قطر له سفیر حسن حمزه هاشم سره د سوداګرۍ، پانګونې، ټرانسپورټ، لوژسټیک کلتوري او بشري نوښتونو په برخو کې د همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سیمې پر وروستیو تحولاتو، د افغانستان اړوند موضوعاتو او ډېرې همغږۍ اندونه وړاندې کړي دي.

د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، قطر د افغانستان د بیارغونې او اقتصادي رغونې د ملاتړ لپاره د تاشکند له پرله‌پسې هڅو ستاینه کړې او د سیمه‌ییز ثبات، سیمه‌ییز اتصال او اقتصادي پراختیا په پیاوړتیا کې یې د ازبکستان رول اړین بللی دی.

دواړو لوریو د غونډې په پای کې د خبرو د دوام، د عملي همکاریو د پراختیا او د هغو نوښتونو پر ملاتړ ټینګار هم وکړ، چې له افغانستان سره په تړاو د سولې، اقتصادي پراختیا او د سیمه‌ییز اتصال له پیاوړتیا سره مرسته کوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان دفاع وزارت هوايي ځواک په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د «داعش» او« شر او فساد » ګډ مرکزونه ویشتي دي

د افغانستان دفاع وزارت هوایي ځواکونو تېره شپه د بلوچستان د پشين ضلعې د سرانانو په ساحه کې د داعشيانو او شر او فساد په ګډ مرکز هوایي ګوزارونه وکړل.

Published

on

 

د افغانستان دفاع وزارت څرګنده کړې، چې د هېواد هوايي ځواک د سې‌شنبې پر ماښام(د غبرګولي نهمه) د پاکستان په بلوچستان او خیبرپښتونخوا ایالتونو کې د داعش اړوند مرکزونه او هغه مرکزونه، چې دې وزارت د « شر او فساد » مرکزونه بللي؛ په هوايي بریدونو کې پر نښه کړي دي.

د افغانستان دفاع وزارت هوایي ځواکونو تېره شپه د بلوچستان د پشين ضلعې د سرانانو په ساحه کې د داعشيانو او شر او فساد په ګډ مرکز هوایي ګوزارونه وکړل.

د دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ له دغو بریدونو څخه یو یې د بلوچستان ایالت د پښین ولسوالۍ د سرانانو سیمه پر نښه کړې ده.

ملي دفاع وزارت زیاته کړې، چې له دې مرکزونو څخه پر افغانستان د بریدونو او ورانوونکو فعالیتونو پلانونه جوړېدل او هغه بریدونه همغږي کېدل، چې افغان ملکي وګړي یې پر نښه کول.

یاد وزارت زیاته کړې، د خیبرپښتونخوا ایالت د قمبرخېل او د چترال د شاه‌سلیم درې د ګرم‌چشمې په اړوند سیمو کې یې د «شر او فساد » مرکزونه هم د هوايي بریدونو هدف ګرځولي دي.

ملي دفاع وزارت ویلي، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې؛ په دغو بریدونو کې د «داعش»غړو، «د شر او فساد غړو» او د هغوی ملاتړو ته درانده ځاني او مالي زیانونه اوښتي او دا عملیات د ملکي وګړو له مرګ‌ او ژوبلې پرته ترسره شوي دي.

د افغانستان ملي دفاع وزارت ټینګار کړی، چې دفاعي ځواکونه به هر هغه ځای پر نښه کړي، چې د افغانستان د امنیت د ګډوډولو لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ویاندویان دې له رسنیو سره همکاري پراخه کړي – مجاهد

ذبیخ‌الله مجاهد دا څرګندونې (د سې‌شنبې پر شپه د چنګاښ نهمه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د امارتي ادارو د ویاندویانو د همغږۍ په غونډه کې کړې دي.

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۱۰, ۱۴۰۵

 

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ټولو امارتي ادارو له ویاندویانو غوښتي، چې د معلوماتو د رسولو بهیر د پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي او له رسنیو سره خپلې همکارۍ پراخې کړي.

ذبیخ‌الله مجاهد دا څرګندونې (د سې‌شنبې پر شپه د چنګاښ نهمه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د امارتي ادارو د ویاندویانو د همغږۍ په غونډه کې کړې دي.

هغه د معلوماتو د شریکولو او رسنیزې خبرتیا په برخه کې د ویاندویانو له هڅو ستاینه کړې او د هغوی رول یې د خبر‌رسونې د بهیر په پیاوړتیا او انسجام کې اړین او اغېزمن بللی او د دغو همکاریو پر دوام یې ټینګار کړی.

مجاهد له ویاندویانو غوښتي، چې د حکومت د پروګرامونو د بداینې په برخه کې د مطبوعاتو او د «پرمختګ» اوب‌سایټ له لارې هر اړخیزه او اغېزمنه همکاري وکړي.

هغه د رسنیو رول د معلوماتو په رسولو، د عامه پوهاوي لوړولو، د واقعیتونو انعکاس او د حکومت پر وړاندې د خلکو د باور پیاوړتیا کې بنسټیز او ارزښتناک بللی دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117