تازه خبرونه

اسلامي امارت د اسرائیلو پر وړاندې د فلسطیني ولس ټینګار د دوی مشروع حق یاد کړ

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۶, ۱۴۰۲)

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د غزې په تړانګه کې د وروستیو پېښو څارنه کوي او د فلسطین او اسرائیلو ترمنځ وروستیو شخړو ته له نغوتې سره یې د فلسطین د خلکو مقاومت او ټینګار د ازادۍ د ترلاسه کولو لپاره د فلسطینیانو مشروع حق یاد کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې اسلامي امارت د فلسطین په تاریخي خاوره کې د یوه خپلواک دولت د لرلو لپاره د فلسطیني ولس د مشروع، تاریخي او قانوني حق ملاتړ کوي.

د بهرنیو چارو وزارت له اسلامي هېوادونو، اسلامي همکاریو ټولنې، نړیوالې ټولنې او په ځانګړي توګه د سیمې له اغېزمنو هېوادونو وغوښتل، چې د فلسطین د بې ګناه خلکو پر وړاندې د اسرائیلي نیواکګرو ځواکونو له تاوتریخوالي لاس واخلي.

Trending

Exit mobile version