تازه خبرونه

اسلامي امارت د افغانستان پېنځه کلنه پرمختیایي تګلاره تصویب کړه

ذبیح الله مجاهد ویلي، چې دا سټراټیژي د اسلامي امارت د رهبر پر امر وروستۍ شوه، چې د هېواد د لویو او اساسي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره چمتو او د کورنیو ظرفیتونو او سرچینو پر بنسټ ولاړه ده.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د حکومت د رسنیو په مرکز کې د اسلامي امارت د رهبر لخوا د افغانستان پرمختیایي سټراټیژۍ له تصویب خبر ورکړ.

ذبیح الله مجاهد ویلي، چې دا سټراټیژي د اسلامي امارت د رهبر پر امر وروستۍ شوه، چې د هېواد د لویو او اساسي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره چمتو او د کورنیو ظرفیتونو او سرچینو پر بنسټ ولاړه ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دا سند یوه جامع، متحد او اوږدمهاله سټراټیژي ده، چې د راتلونکو پېنځه کلونو لپاره د هېواد د اړینو برخو تګلاره ټاکي او ټولې دولتي سرچینې په یوه منسجم چوکاټ کې همغږې کوي.

مجاهد زیاته کړې؛ دا سټراټیژي بېلابېل سکټورونه د “ښې حکومتولۍ، نړیوالې اړیکې، امنیت او عامه نظم، اقتصاد، ټولنیز پرمختګ، د طبیعي سرچینو اغېزمن مدیریت، دوامداره استخراج، انرژي، کرنه او مالداري، د مالي مدیریت ښه کول، د برښنایي تادیاتو پراخول، د روغتیایي خدماتو ښه کول، د خوړو امنیت، تعلیم، د بشري او کلتوري سرچینو پراختیا، مخابرات او معلوماتي ټکنالوژۍ او همدارنګه د ټرانزیټ او ټرانسپورت د زیربنا پراختیا رانغاړي.”

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی، چې د دې اوږدمهاله سند پلي کول به د هېواد د اساسي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره یو منظم چوکاټ چمتو کړي او د تدریجي او اغېزمنو اقداماتو له لارې به د افغانستان خلکو ته د پام وړ لاسته راوړنې ولري.

ویل کیږي، چې اسلامي امارت له ټولو امارتي وزارتونو او ادارو وغوښتل، چې د یادې تګلارې د تطبیق لپاره د برنامو جوړول، د پروژو اولویت بندي، قیمت ټاکنه او مؤثره څارنه د ټولو وزارتونو او امارتي بنسټونو ګډ کار او مسوولیت دی، چې پرله‌پسې همغږۍ ته اړتیا لري، چې باید پوره پاملرنه ورته وشي.

Trending

Exit mobile version