تازه خبرونه
اسلامي امارت د بې سرحده خبریالانو هغه راپور رد کړ، چې ګواکې افغانستان د خبریالانو لپاره خطرناک دی
د بې سرحده خبریالانو ټولنې په یوه راپور کې ویتنام، روسیه او افغانستان د خبریالانو لپاره تر ټولو خطرناک هېوادونه یاد کړي دي.
دې ټولنې په افغانستان کې د خبریالانو پر روان وضعیت اندېښنه ښودلې او څرګندوي، چې په ۲۰۲۳ کال کې ۲۱ خبریالان زنداني شوي او درې خبریالان اوس هم په بند کې دي.
بې سرحده خبريالانو په خپل تازه راپور کې ويلي: افغانستان، ويتنام او روسيه د خبريالانو لپاره په نړۍ کې تر ټولو خطرناک هېوادونه دي.
دې ټولنې زیاته کړې، چې د افغانستان چارسمبالي حکومت ( اسلامي امارت ) په ۲۰۲۳ ز. کال کې ۲۱ خبریالان زنداني کړي، چې درې خبریالان اوس هم په بند کې دي.
د بې سرحده خبریالانو د راپور په یوه برخه کې راغلي: طالبانو د افغانستان د بیا واک تر لاسه کولو راپدیخوا خپلواکې رسنۍ ځپلي او خبریالان یې پر بېلابېلو تورونو نیولي دي. طالبانو په ۲۰۲۳ کال کې ۲۱ خبریالان بندیان کړل او درې خبریالان اوس هم په بند کې دي.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې رییس عبدالقدیم وزیر وايي، وضعیت ښه شوی او یوازې یو خبریال په بند کې دی.
د دغې کمیټې چارواکو معلوماتو ته نه لاسرسی اوس هم د خبریالانو پر وړاندې یوه له جدي ستونزو څخه ده.
اسلامي امارت د دغه راپور پر ردولو ويلي، چې په افغانستان کې خبریالانو ته کوم ګواښ نهشته.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: له بده مرغه هغه بنسټونه، چې د ژورنالیستانو د دفاع په نوم او په غرب کې له بېلابېلو لقبونو سره رامنځته شوي؛ هغو د هېوادونو پر ضد د پروپاګند له کبله د ځان لپاره پلانونه لري او په اړه یې څېړنې کوي. په افغانستان کې یو خبریال هم له ګواښ سره مخ نهدی. په افغانستان کې هیڅ خبریال نه ګواښل کیږي. په تېر کال کې هیڅ خبریال ته زیان نهدی رسېدلی. له شک پرته، نیونې او قانوني کړنې شوي، چې هغه هم محدودې وې او حل شوې دي او ډېري یې د رسنیو له کار سره تړاو نهلري؛ خو قانوني یا جزایي بڼه یې درلوده.
هغه زیاته کړې: له بده مرغه دغه بنسټونه د اسرائیلو په برخه کې چوپه خوله دي او په یوه میاشت کې له ۲۰ څخه تر ۳۰ خبریالانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او په مستقیم ډول پر نښه شوي دي.
په همدې حال کې د افغان خبریالانو مرکز هم په خپل کلني راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې د افغان خبریالانو له حقونو څخه د سرغړونې ۱۶۸ پېښې رامنځ ته شوې دي.