Connect with us

تازه خبرونه

اسلامي امارت د بې سرحده خبریالانو هغه راپور رد کړ، چې ګواکې افغانستان د خبریالانو لپاره خطرناک دی

خپور شوی

د

Last Updated on: مرغومی ۱۲, ۱۴۰۲

د بې سرحده خبریالانو ټولنې په یوه راپور کې ویتنام، روسیه او افغانستان د خبریالانو لپاره تر ټولو خطرناک هېوادونه یاد کړي دي.

دې ټولنې په افغانستان کې د خبریالانو پر روان وضعیت اندېښنه ښودلې او څرګندوي، چې په ۲۰۲۳ کال کې ۲۱ خبریالان زنداني شوي او درې خبریالان اوس هم په بند کې دي.

 بې سرحده خبريالانو په خپل تازه راپور کې ويلي: افغانستان، ويتنام او روسيه د خبريالانو لپاره په نړۍ کې تر ټولو خطرناک هېوادونه دي.

دې ټولنې زیاته کړې، چې د افغانستان چارسمبالي حکومت ( اسلامي امارت ) په ۲۰۲۳ ز. کال کې ۲۱ خبریالان زنداني کړي، چې درې خبریالان اوس هم په بند کې دي.

د بې سرحده خبریالانو د راپور په یوه برخه کې راغلي: طالبانو د افغانستان د بیا واک تر لاسه کولو راپدیخوا خپلواکې رسنۍ ځپلي او خبریالان یې پر بېلابېلو تورونو نیولي دي. طالبانو په ۲۰۲۳ کال کې ۲۱ خبریالان بندیان کړل او درې خبریالان اوس هم په بند کې دي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې رییس عبدالقدیم وزیر وايي، وضعیت ښه شوی او یوازې یو خبریال په بند کې دی.

د دغې کمیټې چارواکو معلوماتو ته نه لاس‌رسی اوس هم د خبریالانو پر وړاندې یوه له جدي ستونزو څخه ده.

اسلامي امارت د دغه راپور پر ردولو ويلي، چې په افغانستان کې خبریالانو ته کوم ګواښ نه‌شته.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: له بده مرغه هغه بنسټونه، چې د ژورنالیستانو د دفاع په نوم او په غرب کې له بېلابېلو لقبونو سره رامنځته شوي؛ هغو د هېوادونو پر ضد د پروپاګند له کبله د ځان لپاره پلانونه لري او په اړه یې څېړنې کوي. په افغانستان کې یو خبریال هم له ګواښ سره مخ نه‌دی. په افغانستان کې هیڅ خبریال نه ګواښل کیږي. په تېر کال کې هیڅ خبریال ته زیان نه‌دی رسېدلی. له شک پرته، نیونې او قانوني کړنې شوي، چې هغه هم محدودې وې او حل شوې دي او ډېري یې د رسنیو له کار سره تړاو نه‌لري؛ خو قانوني یا جزایي بڼه یې درلوده.

هغه زیاته کړې: له بده مرغه دغه بنسټونه د اسرائیلو په برخه کې چوپه خوله دي او په یوه میاشت کې له ۲۰ څخه تر ۳۰ خبریالانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او په مستقیم ډول پر نښه شوي دي.

په همدې حال کې د افغان خبریالانو مرکز هم په خپل کلني راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې د افغان خبریالانو له حقونو څخه د سرغړونې ۱۶۸ پېښې رامنځ ته شوې دي.

تازه خبرونه

هند پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه وغندل

د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رنډیر جېسوال د سې‌شنبې پر ورځ په نوي ډیلي کې یوې خبري غونډې ته ویلي؛ هند پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه؛ ځکه غندي، چې له کبله یې یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې ده.

Published

on

د هند بهرنیو چارو وزارت پر کونړ او پکتیکا ولایتونو د پاکستان وروستي هوايي بریدونه سخت وغندل او څرګندوي، چې پر یوه خپلواک ګاونډ هېواد دا ډول بریدونه د سیمې د سولې او امنیت پر وړاندې بشپړ ګواښ دی.

د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رنډیر جېسوال د سې‌شنبې پر ورځ په نوي ډیلي کې یوې خبري غونډې ته ویلي؛ هند پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه؛ ځکه غندي، چې له کبله یې یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې ده.

جېسوال د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ټپیانو ته یې د ژر رغېدا هیله کړې ده.

نوموړي ویلي، د ګاونډ هېوادونو پر وړاندې د پاکستان دا ډول بریدونه د سیمې له سولې او امنیت سره په ټکر کې دي.

د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز وایي، هېواد یې د افغانستان د خپلواکۍ، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا، او همداراز د افغان وګړو له هوساینې ملاتړ کوي.

نوموړي د پاکستان له‌خوا د پولې پورې غاړې د ترهګرۍ په اړه ادعاوو ته په نغوته کې ویلي؛ اسلام‌‌آباد باید په دې برخه کې عملي ګامونه واخلي او څرګند تعهد وښيي، چې نړیواله ټولنه د دغو ادعاوو په اړه ډاډ ترلاسه کړي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت هم له دې مخکې په کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړی او د کونړ او پکتیکا پر سیمو د هوايي بریدونو په اړه یې د اعتراض یادښت ورکړی و.

Continue Reading

تازه خبرونه

د کونړ په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۳ ملکي وګړي وژل شوي – ملګري ملتونه

ډوجاریک د دوشنبې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي؛ د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر(اوچا) د معلوماتو له مخې، د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ اړوند سیمه هم د هوايي بریدونو له کبله زیانمنه شوې او د استوګنې یو شمېر ودانیو ته زیان اوښتی؛ خو تر اوسه په دې سیمه کې د ملکي وګړو د پام وړ مرګ او ‌ژوبلې راپور نه‌دی ورکړ شوی.

Published

on

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان ډوجاریک ويلي: د سپټمبر د یویشتم سهار مهال په کونړ ولایت کې د هوايي بریدونو له کزله لږ تر لږه درې ملکي وګړي، چې یو نرینه، یوه ښځه او یوه نجلۍ دي؛ وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

ډوجاریک د دوشنبې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي؛ د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر(اوچا) د معلوماتو له مخې، د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ اړوند سیمه هم د هوايي بریدونو له کبله زیانمنه شوې او د استوګنې یو شمېر ودانیو ته زیان اوښتی؛ خو تر اوسه په دې سیمه کې د ملکي وګړو د پام وړ مرګ او ‌ژوبلې راپور نه‌دی ورکړ شوی.

هغه زیاته کړې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) د روان میلادي کال له پیل راپدېخوا د پولې هاخوا وسله‌والو نښتو له کبله د ملکي وګړو د مړینې او ټپي کېدا څه باندې ۱۱۰۰ پېښې ثبت کړې دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند یو ځل بیا د ملکي وګړو د مرګ او ‌ژوبلې د مخنیوي لپاره د نړیوال بشري قانون پر رعایت ټینګار کړی او څرګندوي، چې ملګري ملتونه وضعیت له نږدې څاري.

دا څرګندونې له هغې وروسته راپورته شوې، چې د دوشنبې د ورځې په لومړیو ساعتونو کې د پاکستان د پوځي رژیم له‌خوا پر کونړ او پکتیکا ولایتونو د هوايي بریدونو راپورونه خپاره شول.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) ویلي، چې په کونړ کې د هوايي بریدونو پر مهال لږ تر لږه درې ملکي وګړي، چې یو نررینه، یوه ښځه او یوه نجلۍ په کې شامل دي، وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

افغان چارواکو دغه بریدونه غندلي او د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار او هغه ته یې خپل رسمي اعتراض وړاندې کړی دی.

افغان چارواکو د پاکستان هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې په پاکستان کې وسله‌والو بریدونه د افغانستان له خاورې سرچینه اخلي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ

واخان له طبیعي ښکلا، غرنیو منظرو او ځانګړي جغرافیایي موقعیت سره د بدخشان له مهمو سیاحتي سیمو څخه ګڼل کېږي.

Published

on

د روسیې د سېلانیانو  ۲۲ کسیزه ډله بدخشان ولایت ته ورسېده او ټاکل شوې، چې د واخان ولسوالۍ او د دې ولایت له یو شمېر طبیعي او سیاحتي سیمو څخه لیدنه وکړي.

په بدخشان کې د افغان‌ټور دولتي شرکت مسوول ظهورالله فخري ويلي، دغو سېلانیانو د پنجشېر له لارې کران او منجان ولسوالۍ ته ځانونه رسولي او وروسته د بدخشان سیاحتي سیمو ته تللي دي.

واخان له طبیعي ښکلا، غرنیو منظرو او ځانګړي جغرافیایي موقعیت سره د بدخشان له مهمو سیاحتي سیمو څخه ګڼل کېږي.

د مسوولانو د څرګندونو له مخې، روسي سېلانیان به د خپل سفر پر مهال د بدخشان له طبیعي منظرو او سیمو څخه لیدنه وکړي.

دغه راز افغان‌ټور دولتي شرکت ويلي، د ۲۰۲۶ز.کال په تېرو درې‌میاشتو کې یې له ۱۵۰ ډېرو بهرنيو سېلانیانو د بدخشان له تاریخي، لرغونو او طبیعي سیمو څخه د لیدنې ملتیا کړې ده.

واخان دهلیز له لوړو غرونو، طبیعي درو، یخچالونو او ځانګړي ژويو سره د افغانستان له هغو سیمو څخه دی، چې لږ پېژندل شوې دي او په وروستیو کلونو کې یې طبیعت او سیاحت ته د بهرنیو سیلانیانو پام ور اوښتی دی.

حکومتي مسوولان وايي، د سیاحت د صنعت د پراختیا، د خدمتونو د ښه‌والي او د افغانستان د طبیعي، تاریخي او فرهنګي جاذبو د پېژندنې لپاره هڅې روانې دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!