تازه خبرونه

اسلامي امارت د ترانسپورتي سکتور د اړوند ستونزو حلولو ته ژمن دی – حنفي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱۰, ۱۴۰۱)

د ریاست الوزارا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د خصوصي ترانسپورتي شرکتونو له يو شمېر مسوولينو او استازیو سره په لیدنه کې ویلي، چې اسلامي امارت د ترانسپورتي سکتور د اړوند ستونزو حلولو ته ژمن دی.

د افغانستان اسلامي امارت رهبري د ولس د ستونزو د حل مسوولیت لري، د هېواد له خصوصي سکتور او  له پانګوالو سره هر اړخیزه مرستې لپاره اسلامي امارت ژمن دی او د دوی د ستونزو حل ته لاسرسی یې په لومړیتوبونو کې دي.

د ترانسپورت خصوصي شرکتونو مسوولینو ويلي؛ په هېواد کې یې په لسګونه میلیارد افغانۍ پانګونه کړې او نږدې دوه میلیون کسان په دي سکتور کې کار کوي او د کال میلیاردونه افغانۍ عواید دولت ته ورکوي.

خصوصي ترانسپورتي شرکتونه هم هیله څرګندوي، چې د مشترکې کمیتې له جوړیدو سره به د دوی هغه ستونزې حل شي، چې اوس ورسره مخ دي.

د خصوصي ترانسپورت شرکتونو ټولنې غړی شېرانور انوري وایي: مونږ د رییس الوزرا له اداري مرستیال سره ولیدل او زمونږ ستونزې یې ټولې واوریدلې. هیله لرو، چې زمونږ ستونزو ته قانوني حل وموندل شي.

په دې غونډه کې د خصوصي ترانسپورتي شرکتونو مسوولینو په بېلابېلو برخو کې خپلې ستونزې مطرح او د اسلامي امارت له مسوولینو یې د حل غوښتنه وکړه. دوی همداراز وویل، چې د اسلامي امارت مسوولینو د ستونزو د حل ژمنه ورسره کړې ده.

د خصوصي ترانسپورتي شرکتونو د ټولني غړی حبیب الرحمان وایي: زمونږ، چي کومه ستونزه وه هغه مو د رییس الوزرا له اداري مرستیال سره شریکه کړې او هیله لرو، چي زمونږ ستونزو ته به د پای ټکی کیښودل شي.

د خصوصي سکتور یوشمېر غړيو  ويلي؛ د شته ستونزې د اوارۍ لپاره باید حکومت او خصوصي سکتور د اصلا حاتو په هڅه کې شي، چې ولس ته غوره خدمتونه وړاندې او د آسانتیاوو زمینه ورته برابره شي.

د ترانسپورتي شرکتونو د ټولنې مرستیال محمد نبي افغان وایي: زما له نظره تر یوه بریده باید خصوصي ترانسپورتې شرکتونه هم اصلاحاتو ته غاړه کیدي او حکومت هم باید له دې لوي خدماتي سکتور سره همکاري وکړي، چې په پایله کې یې ولس ته ښه خدمات برابر شي.

د اقتصادي چارو کار پوهان هم د افغانستان اسلامي امارت له قانون جوړوونکیو بنسټونو هیله څرګندوي؛ ټول قوانین، مقررات، او پالیسۍ له خصوصي سکتور سره په همغږۍ کې جوړې او ترتیب شي، چې په راتلونکي کې بیا کومه ستونزه رامنځته نشي.

Trending

Exit mobile version