تازه خبرونه

اسلامي امارت د حجاب په ګډون د شریعت پلي کولو ته ژمن دی

Published

on

د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت چارسمبالي ننګرهار ته د سفر پرمهال يوې جوړې شوې غونډې ته څرګنده کړې؛ د حجاب په ګډون ټول صادرشوي فرمانونه تطبيقوو او د مخنیوي په اړه به د نړیوالې ټولنې فشارونو ته تسلیم نشو.

هغه وایي؛ د نړيوالو هيڅ ډول فشار ته نه تسلیمیږي او ټول صادر شوي فرمانونه به تطبيقوي.

نوموړي له امربالمعروف له غړیو سره همکاري د ولس، ملاامامانو او ټولو مسوولينو ګډ مسووليت وباله او زياتوي، چې په تېرو شل کلونو کې فکري او فزيکي يرغل د افغان ملت راتلوونکي نسل ته سخته صدمه رسولې ده.

شیخ محمد خالد حنفي  ويلي؛ په ټول هېواد او ولسواليو کې کابو ۸ زره هڅاند غړي لري، چې د اجتماعي او فردي اصلاحاتو د راوستو لپاره کار کوي.

هغه همداراز د فرمانونو تطبيق په ولسي او حکومتي کچه عام کار وباله او زياتوي، چې هيڅوک ترې مستثنا ندی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د اسلامي امارت فرمانونه تدريجي تطبيقوي او د تطبيق په برخه کې ټول مسوولين اړ دې، چې د امربالعمروف له کارکوونکیو سره همکاري وکړي.

دغه راز د غونډې ګډونوالو د تشکيل د زياتوالي، ترانسپورت او په نورو برخو کې له وزارت څخه د لازمې همکارۍ غوښتنه هم وکړه.

د امربالعمروف سرپرست همداراز ويلي، چې يو شمېر بهرنۍ کړۍ هڅه کوي، چې د يو شمېر خلکو پر مټ  اسلامي امارت تخريب کړي؛ خو هيڅ په لاس نه ورځي.

هغه ویلي، چې د ښځو حقوقو ته درناوی د تېرو شل کلونو پر پرتله په اسلامي امارت کې ډېر غښتلي او خوندي دي.

Trending

Exit mobile version