تازه خبرونه

اسلامي امارت د خالص اسلامي نظام د رامنځته کولو نیت لري

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۳, ۱۴۰۱)

د اسلامي امارت مشرتابه ويلي؛ ټول هغه قوانین او مقررات، چې له تېرو دوه لسیزو راپدیخوا په هېواد کې نافذ ول؛ د دیني عالمانو لخوا بیا کتل کېږي.

د اسلامي امارت مشرتابه مولوي هبة الله آخوندزاده ته په منسوب غږیز پیغام کې ویل شوي؛ ټول هغه قوانین او مقررات، چې له تېرو شل کلونو راپدیخوا په هېواد کې نافذ ول، د دیني عالمانو لخوا بیا کتل کیږي.

هغه ټینګار کړی دی، چې د شریعت خلاف قوانین په لغوه کولو سره به یو خالص اسلامي نظام رامنځته کړي.

د اسلامي امارت مشرتابه ملا هبة الله آخوندزاده په دې غږیز پیغام کې څرګنده کړې: د ټولو وزارتونو مقررات او لوایح تر کتنې لاندې دي؛ هغه قوانین او مقررات، چې غیر اسلامي او د خلکو په ګټه نه وي، لغو کیږي.

مولوي هبة الله آخوندزاده ویلي؛ د غیر شرغي قوانینو له لغو کېدو سره به خالص او سوچه شرعي نظام رامنځته شي.

هغه وایي: زمونږ نیت او اراده دا ده، چې په افغانستان کې شرعي نظام ټینګ شي.

د اسلامي امارت مشرتابه ته په منسوب دې پیغام کې یو ځل بیا د نړۍ له ټولو هېوادونو سره پر مثبتو تعاملاتو ټینګار شوی؛ خو ویل شوي، چې دا تعامل به د اسلامي شریعت په چوکات کې وي او د هیڅ هېواد فشار ته به غاړه نږدي.

هغه ویلي: مونږ هڅه کوو، چې له نړۍ سره د شریعت په چوکات کې د خلکو د ګټو لپاره تعامل وکړو.

یو شمېر کارپوهان د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اسلامي امارت تعامل مهم بولي: خو ټینګار کوي، چې له نړیوالې ټولنې سره تعامل د نړیوالو منل شویو معیارونو له مخې کېږي؛ نه د دولتونو لخوا په جوړو شویو معیارونو.

په افغانستان کې واک ته د اسلامي امارت له راتګ څه باندې یو کال تېر شو؛ خو تر اوسه هیڅ هېواد د افغانستان نوی حکومت پر رسمیت ندی پېژندلی.

د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو او نجونو د حقونو رعایت، د ټولګډونه حکومت جوړول او د افغانستان له خاورې د تروریستي ګواښونو لرې کول د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو لپاره د نړیوالې ټولنې له مهمو غوښتنو څخه دي.

Trending

Exit mobile version