سوداگري
اسلامي امارت د خواف – هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګرۍ ډاډ څرګند کړ
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې رییس ويلي؛ د هرات – خواف اوسپنې پټلۍ له لارې د لېږد رالېږد بهیر به د راتلونکي لمریز لېږدیز کال په وري میاشت کې پیل شي.
دغې ادارې ویلي، چې د خواف – هرات د اوسپنې پټلۍ څخه افغان او ایراني پلاوي لیدنه کړې د ه.
د دې رياست په خبرپاڼه کې راغليٍ، چې د غوريان تمځی پر رسمي بڼه ايران ته سپارل شوى، چې خپل تخنيکي دفترونه فعالې او د دې پټلۍ پاتې تخنيکي نيمګړتياوې حل کړي.
په را روان پسرلي کې د خواف – هرات د اوسپنې پټلۍ کرښې له لارې، چې ۶۲ کیلومتره اوږدوالی لري؛ د سوداګریزو مالونو لېږد رالېږد پیل شي.
د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې رییس بخت الرحمن شرافت ویلي؛ هغه پروژه، چې مونږ پرې کار کوو د خواف – هرات پروژه ده. دا ۶۲ کیلومتره اوږدوالی لري او له ایران سره نښلول شوې، چې انشاالله کار به یې په یوه میاشت کې بشپړ او له ایران څخه به یې د لیږد رالیږد کار پیل شي.
د اوسپنې پټلۍ د ادارې مسوولینو له دې مخکې هم د سوداګریزو توکو د وارداتو او صادراتو د زیاتولو لپاره د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د اوسپنې پټلۍ د غزولو هڅې پیل کړې دي. اقتصادي کارپوهان هم په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ فعالیدل په اقتصاد او ترانزیت کې ډېر اړین ګني.
اقتصادي کارپوه سید مسعود ویلي: اوسمهال د اوسپنې پټلۍ د مالونو د لېږد او له یوه ځای څخه بل ځای ته د توکو د لېږدولو لومړنۍ وسیله ده او د اوسپنې پټلۍ د اقتصادي ودې لپاره اړینه ده.
د ریل پټلۍ ادارې مسوولینو ويلي، چې د افغانستان او ایران تخینکي ډلو د خواف ـ هرات له پټلۍ لیدنه کړې او د رسمې هوکړې له مخې د هرات په غوریان ولسوالۍ کې د اوسپنې پټلۍ د تمځي یا ستیشن چارې ایراني لوري ته سپارل شوي، چې د پټلۍ نیمګړې چارې بشپړې کړي.