تازه خبرونه

اسلامي امارت د رسنیو او خبریالانو لپاره کاري چاپېریال آسانه کړی

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې پر ورځ ویلي، چې حکومت د حقایقو له خپرولو ملاتړ کوي.

د بهرنیو چارو وزارت په یو لړ تویتونو کې ویلي: اسلامي امارت د رسنیو او د هغې د کارمندانو د فعالیتونو لپاره مناسب چاپېریال رامنځته او چارې ترسره کول آسانه کړي، چې ښه بېلګه یې د مرکز په ګډون د هېواد په ټولو سیمو کې معلومات چمتو کولی او حقایق تر لاسه کولی شي.

اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې د ۱۴۰۱ لمریز هجري کال له پیله تر اوسه د نړۍ له بېلا ېېلو هېوادونو څه باندې ۷۰۰ ژورنالیستانو ته د سفر او راپورونو د چمتو کولو زمینه برابره شوې ده.

دغه راز  دمګړۍ په هېواد کې له ۲۷۰ ډېرې رسنۍ فعالیت لري.

بلخي زیاته کړې؛ سربېره پر دې په هېواد کې ۱۴ بهرنۍ رسنيزې شبکې دايمي شتون لري او د ۱۴۰۱ کال له پيل را پدېخوا تر اوسه د آسيا، آروپا، آمريکا او آستراليا لويو وچو ۱۹۶ رسنیزو شبکو ۷۰۰ بهرنيو ژورناليستانو ته د راتګ او راپور جوړونې آسانتياوې برابرې شوې دي.

تېره ورځ د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د چارشنبې پر ورځ پر حکومتونو او نړیوالې ټولنې غږ وکړ، چې د خبریالانو د زنداني کېدو، تاوتریخوالي او مرګ و ژوبلې د مخنیوي لپاره اړین ګامونه پورته کړي.

دغه راز یوناما هم د چارشنبې پر ورځ ویلي، چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راپدیخوا په افغانستان کې له ۲۰۰ څخه د زیاتو خبریالانو د بشري حقونو سرغړونې ثبت شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو د نړیوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش تویت کړی، چې سږ کال له ۷۰ ډېر خبریالان په ټولنه کې د خپل مهم رول له کبله وژل شوي دي.

Trending

Exit mobile version