سوداگري
اسلامي امارت د روسیې او ایران له شرکتونو سره د پانګونې کنسرسیوم جوړوي
د سوداګرۍ وزیر د چارشنبې پر ورځ ویلي، اسلامي امارت له روسي، ایراني او پاکستانیو شرکتونو سره کنسرسیوم رامنځته کړی، چې پر برښنا، کانونو او زیربناوو راڅرخي.
د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي رویترز خبري آژانس ته څرګنده کړې، په دې کنسرسیوم کې ۱۴ افغان سوداګر او بهرني شرکتونه برخه لري، چې کابل ته د یو میلیارد دالرو پر ارزښت د پروژو د څېړلو لپاره خپل استازي رااستوي.
د افغانستان اقتصاد په ۲۰۲۱ ز. کال کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره سم سخت زیانمن شو؛ چې نړیواله ټولنه یې د امریکا پر مشرۍ د پراختیایي بودجې کمولو او د بانکدارۍ پر سکتور بندیزونو پلي کولو ته وهڅوله.
دغه راز د داعشیانو یو لړ بریدونو هم یو شمېر پانګوال اندېښمن کړي دي.
عزيزي ويلي؛ اسلامي امارت د کنسرسيوم او د ځانګړي اقتصادي زونونو په ګډون د څو اوږدمهاله سوداګريزو پلانونو پر پيلولو راڅرخي او د امنيت پر تامينولو يې کار کوي.
هغه څرګندوي: د کابينې په غونډو کې هم د امنيت په اړه ډېر بحثونه شوي، کمیسيونونه جوړ شوي او د وسلوالو پټنځي له منځه وړل شوي دي.
نوموړي دا هم په ډاګه کړې: اسلامي امارت به امنیت تامین کړي او په امنیتي برخه کې به د خصوصي سکتور ملاتړ کړي.
نوموړي ویلي؛ دغه کنسرسیوم د کانونو او برښنایي پروژو تر څنګ د سالنګ له لارې د دوهيم تونل د جوړولو امکان په نظر کې لري، چې د افغانستان شمال د هېواد له نورو سيمو سره نښلوي او د پنجشېر له شمالي ولايت څخه د اوبو د لېږدولو يوه پروژه په پام کې ده. همدارنګه د کابل- هرات د لویې لارې بیا رغول، چې کابل له لویدیځ او نورو ولایتونو سره نښلوي.