سوداگري

اسلامي امارت د سرپل د کانونو پر استخراج د پانګونې نوی ډاډ څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۳, ۱۴۰۲)

د کانونو او پټرولیم وزارت څرګنده کړې، چې په راتلونکیو اووه میاشتو کې به د سرپل ولایت د کانونو پر استخراج ۱۴۸ میلیون دالر پانګونه وکړي.

د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست، چې د کانونو د وضعیت او د استخراج د ارزونې په موخه سرپل ولایت ته سفر کړی؛ وايي، چې د دغه ولایت په کانونو کې ۱۴۸ میلیون دالر پانګونه کېږي.

د دغه وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د سرپل له اوسېدونکیو سره ژمنه وکړه، چې د دغه ولایت د قشقري د تېلو پر کانونو د ۱۴۸ میلیون دالرو پانګونې عملي کار به تر راتلونکیو اووه میاشتو پورې پیل شي.

د سرپل ولايت اوسېدونکي وايي، چې د دغه ولايت د کانونو د عوايدو پر ګټه بايد د دغه ولايت د پرمختګ لپاره د بنسټيزو پروژو کارونه وشي.

د هېواد په شمال کې سرپل ولايت د قشقري د نفتو او د ډبرو سکرو د کانونو له لرلو سره يو له هغو ولايتونو څخه دى، چې د طبيعي زېرمو له پلوه بډاى دى.

د سرپل ولایت سیمه ییز چارواکي او اوسېدونکي د دغه ولایت د پرمختګ لپاره ځانګړې غوښتنې لري.

د استخراج د چارو ګړندي کول، د استخراج په بهیر کې د لوستو ځوانانو جذبول، د دغه ولایت له کانونو څخه په ترلاسه شویو عوایدو کې د بنسټیزو  پروژو پیلول د دوی اساسي غوښتنې دي.

د کانونو او پترولیم وزیر ژمنه کوي، چې د خلکو د اساسي اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ به د کارموندنې په برخه کې د دغه ولایت با استعداده او مسلکي ځوانانو ته لومړیتوب ورکړي.

د هېواد په شمال کې د سرپل د ډبرو سکرو کانونه، د قشقري د نفتو کان د هېواد له مهمو طبیعي زیرمو څخه دي.

له دې مخکې د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر دغه ولایت ته د خپل سفر پر مهال د قشقري د نفتو د استخراج چارې پیل کړې دي.

Trending

Exit mobile version