تازه خبرونه

اسلامي امارت د شریعت پلي کولو پر علت له نیوکو سره مخ دی – وزیر

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱۸, ۱۴۰۱)

د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زدکړو وزیر ويلي؛ حکومت د اسلامي هېوادونو په ګډون د نړیوالې ټولنې لخوا د شریعت پلي کولو له کبله تر نیوکو لاندې راغلی دی.

د شنبې پر ورځ د مصر، سودان، لیبیا او فلسطین د دیني عالمانو یوه پلاوي په کابل کې د لوړو زدکړو له وزیر ندا محمد ندیم سره د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې.

دغو ديني عالمانو د لوړو زده کړو له وزير ندا محمد نديم سره د پوهنې په اړه خپلې تجربې شريکې کړې.

ندا محمد ندیم ویلي: زمونږ هدف د شریعت پلي کول دي؛ خو د دې لپاره مونږ د لویدیځ او ځینو اسلامي هېوادونو له نیوکو سره مخ یوو.

نوموړي زیاته کړې، چې اسلام اوس مهال خورا کمزوری دی او پر علماوو یې غږ وکړ، چې همکاري وکړي او خپل پیغام له نورو علماوو سره شریک کړي.

نوموړي زیاته کړې: اسلام اوس ډېر ضعيف دی او د کفارو لخوا پرې بريد شوی دی. زه له علماوو څخه غواړم، چې دا وضعیت له نورو پوهانو سره شریک کړي.

د لوړو زدکړو وزارت وايي، په دې ناسته کې د اسلامي هېوادونو علماوو په خپلو هېوادونو کې د زدکړو په اړه خپلې تجربې له وزیر سره شریکې کړې.

یو شمېر کارپوهانو ویلي، چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو تړل به د حکومت او ولس ترمنځ واټن لا پسې زیات کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د لوړو زدکړو وزیر په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر له مرستیال سره هم کتلي او د نجونو د زدکړو د ځنډولو او په نادولتي  ادارو کې د ښځو د کار پر بندیز یې ور سره خبرې کړي دي. د یوناما مرستیال د ښځو د کار او تعلیم په اړه د اسلامي امارت پر وروستیو پرېکړو د بیا کتنې  غوښتنه کړې ده.

Trending

Exit mobile version