تازه خبرونه
اسلامي امارت د محمود شاه حبیبي د نیولو ادعا رد کړه
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د اسلامي امارت اړوند ارګانونو د حبیبي د کورنۍ د غوښتنې پر بنسټ له ټولو اړوند څانګو لیدنه کړې؛ خو داسې هیڅ نښه نشته، چې دا کس د اسلامي امارت د کومې اړوند ادارې لخوا نیول شوی وي.
د افغانستان اسلامي امارت د امریکا دا ادعا رد کړې، چې محمود شاه حبیبي د استخباراتو عمومي ریاست لخوا نیول شوی دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د اسلامي امارت اړوند ارګانونو د حبیبي د کورنۍ د غوښتنې پر بنسټ له ټولو اړوند څانګو لیدنه کړې؛ خو داسې هیڅ نښه نشته، چې دا کس د اسلامي امارت د کومې اړوند ادارې لخوا نیول شوی وي.
په دې خبرپاڼه کې راغلي: “د یو مشروع نظام په توګه د افغانستان اسلامي امارت اړتیا نلري، چې یو څوک د جرم پر شک ونیسي او بیا یې پټ وساتي. پخوا هم د امریکا په ګډون د ځینو هېوادونو وګړي، چې په افغانستان کې یې له نافذه قوانینو څخه د سرغړونې له کبله نیول شوي وه؛ په دوامداره توګه له خپلو کورنیو سره په تماس کې ول او عدلي او قضایي ارګانونو د دوی پر وړاندې عامه اقدامات ترسره کړي دي او په دې اړه د دوی د اصلي هېوادونو سره هم تفاهم شوی دی.”
اسلامي امارت ټینګار کړی، چې د ورکو شویو کسانو د موندلو لپاره یې د شکایتونو اورېدو ادارې پر مشرۍ یوه دایمي کمیټه هم ټاکلې، چې له تحقیقاتي او امنیتي ارګانونو سره په ګډه به د هغو کسانو د موندلو په برخه کې، چې د مختلفو دلایلو او مختلفو وختونو له کبله ورک شوي؛ څېړنه وکړي.
