تازه خبرونه

اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د بندیزونو تازه نوملړ «نامعقول او بې‌اغېزې» وباله

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دې پرېکړې په غبرګون کې ویلي؛ له بندیزونو ګټه اخیستنه ښيي، چې نړیوال بنسټونه د پالیسیو په جوړونه او ارزونه کې پاتې راغلي دي.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو نوملړ له تازه کېدا وروسته «نامعقول او بې‌اغېزې» وباله.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دې پرېکړې په غبرګون کې ویلي؛ له بندیزونو ګټه اخیستنه ښيي، چې نړیوال بنسټونه د پالیسیو په جوړونه او ارزونه کې پاتې راغلي دي.

هغه ټینګار کړی؛ د دغو کړنو تکرار «منطقي نه‌دی» او زیاتوي، چې د هغوی اغېزې په سمه توګه  ارزول شوې نه‌دي.

د ذبیح‌الله مجاهد د څرګندونو له مخې؛ دا بندیزونه تر ډېره عادي افغانانو ته زیان رسوي، نه پرېکړه‌کوونکو چارواکو ته. یعنې پر اشخاصو لګېدلي بندیزونه یوازې دولتي ادارې او ټولنه زیانمنوي.

هغه څرګندوي: «دا هڅې د خلکو حقونه تر پښو لاندې کوي» او د بندیزونو دوام یا تازه‌کېدا لپاره یې هیڅ روښانه او د توجیه وړ دلیل نشته.

د اسلامي امارت ویاند دغه بندیزونه د سیاسي فشار وسیله بللې او څرګندوي، چې پرېکړې له افغان لوري سره له رښتینې سلا مشورې او لازمې روڼتیا پرته نیول کېږي.

دا غبرګون له هغې وروسته څرګندېږي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو کمیټې د خپل نوملړ تازه‌والی اعلان کړ.

د دغه اعلان له مخې؛ د اسلامي امارت د څلور لوړپوړو چارواکو( محمد حسن آخوند، عبدالغني برادر، امیرخان متقي او هدایت‌الله بدري) هویتي معلوماتو بدلون موندلی دی.

په دې تازه کېدا کې د ځینو چارواکو مستعار نومونه هم یاد شوي دي. لکه د محمد حسن آخوند لپاره «ملا حاجي» او د هدایت‌الله بدري لپاره «ګل‌آغا اسحاق‌زی» چې ویل کېږي پخوا هم له دغو نومونو کار اخیستل شوی دی.

د ملګرو ملتونو چارواکو ټینګار کړی، چې دا تازه‌والی د شته بندیزونو؛ لکه د شتمنیو کنګل، د سفر بندیز او د وسلو بندیزد پوره پلي کېدا لپاره ترسره کېږي.

ویل کیږي، چې تېره میاشت هم د اسلامي امارت د ۲۲ چارواکو معلومات په همدې نوملړ کې تازه شوي او اوس هم له ۳۰ څخه زیات کسان په دې نوملړ کې پاتې دي.

Trending

Exit mobile version