تازه خبرونه
اسلامي امارت د نشهیي توکو د صنعتي تولید په اړه د ایراني چارواکو خبرې رد کړې
د ایران د نشهیي توکو پروړاندې د مبارزې عالي مرکز مسوولینو ويلي؛ په افغانستان کې د نشهیي توکو د صنعتي تولید زیاتوالي د ګاونډ هېوادونو په ګډون د نړۍ او ایران لپاره جدي ګواښ رامنځته کړی دی.
د ایران د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې عالي مرکز مشر سکندر مومني وايي؛ په افغانستان کې اوس هم د نشهيي توکو صنعتي پروسس روان دی.
سکندر مومني په مشهد کې یوې غونډې ته ویلي، چې په افغانستان کې د کوکنارو د تولید او کښت د کمښت په اړه شواهد نهشته.
د ایران د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې عالي مرکز رییس سکندر مومني وایي: مونږ د هرې هغې هڅې هرکلی کوو، چې په افغانستان کې د نشهیي توکو د کښت د کمیدو لامل کیږي؛ خو شواهد ښیي، چې په دې هېواد کې د نشه یي توکو د تولید کموالی نهشته. ان پروسس يي د صنعتي کیدو پر لوري روان دی؛ تولید یې ډېر شوی او دا د ټولو هېوادونو لپاره جدي خطر دی.
د اسلامي امارت مسوولین په هېواد کې د نشهيي توکو له کښت، قاچاق، پروسس او تولید سره له ټینګې مبارزې خبر ورکوي او د هېواد له ټولو ګاونډ هېوادونو څخه غوښتنه کوي، چې په دې برخه کې له افغانستان سره همکاري و کړي.
د اسلامي امارت ویاند ويلي، چې د نشهيي توکو کښت يي په هېواد کې صفر ته رسولی او هڅه کوي، چې د پروسس او قاچاق چاري هم صفر ته و روسوي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي: د افغانستان اسلامي امارت لهخوا د نشهيي توکو کښت تقریباً صفر ته رسیدلی او د قاچاق او تولید د مخنیوي په اړه يي هم جدي هڅې رواني دي او په دې برخه کې باید ګاونډ هېوادونه همکار شي.
د نظامي چارو کار پوهانو هم د ایراني چارواکو هغه څرګندوني له حقیقته لرې بولي، چې په افغانستان کې د صنعتي نشهيي توکو د پروسس په اړه یې کړې دي.
د نظامي چارو کارپوه زلمي افغانیار پوپل ویلي؛ ایران تل غواړي، چې په یو نه یو ډول خپل فشارونه وارد کړي. په داسې حال کې، چې اسلامي امارت يي له کښت سره جدي مبارزه پیل کړې.
په هېواد کې یو شمېر بزګر هم د نشهیي توکو د کښت پر بندېدو خوښ دي او وايي، چې د اسلامي امارت لهخوا د نشهيي توکو د کښتونو لړۍ بنده شوې او پر بدیل کښتونو پخپله بوخت دي.
افغان بزګر خلیل الرحمان وایي: مونږ په تېر کې د کوکنارو کښت کوه؛ خو اوس د اسلامي امارت له راتلوسره مو د کوکنارو کښت پرځای د رومیانو کښت پیل کړی دی.
افغان بزګر عبد الرازق نومي ویلي: مونږ اوس د بینډیو( لیړو) پر کښت بوخت یوو؛ قیمتونه يي هم ښه دي. پخوا به مو د کوکنارو کښت کاوه؛ خو اوس بند دي.
افغانستان پخپله یو له هغو هېوادونو دی، چې ډيري ځوانان يي پر نشهيي توکو روږدي دي.
له درملنې وروسته یو روږدي ځوان حبیب الله نومي ویلي؛ تېرو اتلس کلونو کې، چې پر نشهيي توکو روږدی وم، پر ژوند کولو نه پوهېدم. اوس ایله له ژوند خوند اخلم. دا په ټولنه کې یوه ډېره منفي پدیده ده. په هېواد کې د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ سره سم د نشهيي توکو د کښت، قاچاق او پروسس د بندېدو ترڅنګ د هغو روږدو ځوانانو د ټولولو او درملنې لړۍ پیل شوه، چې پر سرکونو او پلونولاندې به يي نشې کولي. اوس يي ټول روغتیايي مرکزونوته انتقال کړي، چې منظم درملنه یې روانه ده او روغتیایي چارې هم ورته ساده کیږي.