Connect with us

تازه خبرونه

اسلامي امارت د نشه‌یي توکو د صنعتي تولید په اړه د ایراني چارواکو خبرې رد کړې

خپور شوی

د

د ایران د نشه‌یي توکو پروړاندې د مبارزې عالي مرکز مسوولینو ويلي؛ په افغانستان کې د نشه‌یي توکو د صنعتي تولید زیاتوالي د ګاونډ هېوادونو په ګډون د نړۍ او ایران لپاره جدي ګواښ رامنځته کړی دی.

د ایران د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې عالي مرکز مشر سکندر مومني وايي؛ په افغانستان کې اوس هم د نشه‌يي توکو صنعتي پروسس روان دی.

سکندر مومني په مشهد کې یوې غونډې ته ویلي، چې په افغانستان کې د کوکنارو د تولید او کښت د کمښت په اړه شواهد نه‌شته.

د ایران د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې عالي مرکز رییس سکندر مومني وایي: مونږ د هرې هغې هڅې هرکلی کوو، چې په افغانستان کې د نشه‌یي توکو د کښت د کمیدو لامل کیږي؛ خو شواهد ښیي، چې  په دې هېواد کې د نشه یي توکو د تولید کموالی نه‌شته. ان پروسس يي د صنعتي کیدو پر لوري روان دی؛ تولید یې ډېر شوی او دا د ټولو هېوادونو لپاره جدي خطر دی.

د اسلامي امارت مسوولین په هېواد کې د نشه‌يي توکو له کښت، قاچاق، پروسس او تولید سره له ټینګې  مبارزې  خبر ورکوي او د هېواد له ټولو ګاونډ هېوادونو څخه غوښتنه کوي، چې په دې برخه کې له افغانستان  سره همکاري و کړي.

د اسلامي امارت ویاند ويلي، چې د نشه‌يي توکو کښت يي په هېواد کې صفر ته رسولی او هڅه کوي، چې د پروسس او قاچاق چاري هم صفر ته و روسوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي: د افغانستان اسلامي امارت له‌خوا د نشه‌يي توکو کښت تقریباً صفر ته رسیدلی او د قاچاق او تولید د مخنیوي په اړه يي هم جدي هڅې رواني دي او په دې برخه کې باید ګاونډ هېوادونه همکار شي.

د نظامي چارو کار پوهانو هم د ایراني چارواکو هغه څرګندوني له حقیقته لرې بولي، چې په افغانستان  کې د صنعتي نشه‌يي توکو د پروسس په اړه یې کړې دي.

د نظامي چارو کارپوه زلمي افغانیار پوپل ویلي؛ ایران تل غواړي، چې  په یو نه یو ډول خپل فشارونه  وارد کړي. په داسې حال کې، چې اسلامي امارت يي له کښت سره جدي مبارزه پیل کړې.

په هېواد کې یو شمېر بزګر هم د نشه‌یي توکو د کښت پر بندېدو خوښ دي او وايي، چې د اسلامي امارت له‌خوا د نشه‌يي توکو د کښتونو لړۍ بنده شوې او پر بدیل کښتونو پخپله بوخت دي.

افغان بزګر خلیل الرحمان وایي: مونږ په تېر کې د کوکنارو کښت کوه؛ خو اوس د اسلامي امارت له راتلوسره مو د کوکنارو کښت پرځای د رومیانو کښت پیل کړی دی.

افغان بزګر عبد الرازق نومي ویلي: مونږ اوس د بینډیو( لیړو) پر کښت بوخت یوو؛ قیمتونه يي هم ښه دي. پخوا به مو د کوکنارو کښت کاوه؛ خو اوس بند دي.

افغانستان پخپله یو له هغو هېوادونو دی، چې ډيري ځوانان يي پر نشه‌يي توکو روږدي دي.

له درملنې وروسته یو روږدي ځوان حبیب الله نومي ویلي؛ تېرو اتلس کلونو کې، چې پر نشه‌يي توکو روږدی وم، پر ژوند کولو نه پوهېدم. اوس ایله له ژوند خوند اخلم. دا په ټولنه کې یوه ډېره منفي پدیده ده. په هېواد کې د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ سره سم د نشه‌يي توکو د کښت، قاچاق او پروسس د بندېدو ترڅنګ د هغو روږدو ځوانانو د ټولولو او درملنې لړۍ پیل شوه، چې پر سرکونو او پلونولاندې به يي نشې کولي. اوس يي ټول روغتیايي مرکزونوته انتقال کړي، چې منظم درملنه یې روانه ده او روغتیایي چارې هم ورته ساده کیږي.

تازه خبرونه

جمعه‌خان فاتح له خپلو ځواکونو سره حکومت ته تسلیم شو

منابع می‌افزایند که قرار است افراد وابسته به جمعه‌خان فاتح خلع سلاح شوند و نیروهای امارت اسلامی کنترول کامل منطقه را در دست بگیرند.

Published

on

امنیتي سرچینو آریانانیوز ته ویلي: د زابل د والي پخوانی مرستیال جمعه‌خان فاتح، چې په نسي ولسوالۍ کې د اسلامي امارت د ځواکونو له‌خوا تر سختې محاصرې لاندې و؛ له څو ورځنیو فشارونو وروسته له خپلو ځواکونو سره یوځای تسلیم شوی دی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د محاصرې د کړۍ له راتنګېدو وروسته فاتح له تسلیمېدو پرته بله لار نه درلوده. نوموړي په نسي ولسوالۍ کې د اسلامي امارت موجودو ځواکونو ته وسلې پر ځمکه ایښې دي.

د اسلامي امارت د اردو لوی درستیز قاري فصیح‌الدین فطرت هم نسي ولسوالۍ ته سفر کړی و، چې د جمعه‌خان فاتح د ډلې پر وړاندې د وروستي اقدام مشري وکړي.

ټاکل شوې، چې د جمعه‌خان فاتح ټول ملګري بې‌وسلې او سیمه په بشپړه ترې پاکه شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په تېرو پېنځه کلونو کې نږدې ۱۱۹ زره ښځې خپلو شرعي او قانوني حقونو ته رسېدلي دي

د حمزه د څرګندونو له مخې؛ دغه راز د ښځو د میراث او ملکیت اړوند ۱۲ زره او ۹۷۶ قضیو ته قضايي رسېدنه شوې او د ښځو د میراث اړوند د معلوماتو راټولولو او ثبت په برخه کې ۹ زره او ۲۱ پېښې هم تر کار او څېړنې لاندې نیول شوي دي.

Published

on

د سترې محکمې د ویاند مرستیال منصور احمد حمزه ويلي، له تېرو پېنځه کلونو راپدېخوا د افغانستان په محکمو کې د ۱۱۸ زره او ۸۶۹ ښځو خپلو شرعي او قانوني حقونو ته رسېدلي دي.

د حمزه د څرګندونو له مخې؛ دغه راز د ښځو د میراث او ملکیت اړوند ۱۲ زره او ۹۷۶ قضیو ته قضايي رسېدنه شوې او د ښځو د میراث اړوند د معلوماتو راټولولو او ثبت په برخه کې ۹ زره او ۲۱ پېښې هم تر کار او څېړنې لاندې نیول شوي دي.

هغه زیاته کړې، چې د ښځو د ملکیتونو د ثبت او تثبیت او د اسنادو د تائید په برخه کې هم ۱۸ زره او ۷۵۰ پېښو ته رسېدنه شوې او ۲۲ زره او ۷۰۳ نورې پېښې د میراث او ملکیت په برخه کې د اسنادو له پروسس او قضايي اقداماتو سره تړاو لري.

د سترې محکمې د ویاند مرستیال زیاته کړې، د ښځو د نفقې او نورو اړوند حقونو په برخه کې هم ۸ زره او ۹۰۴ پېښو ته قضايي رسېدنه شوې ده.

حمزه ټینګار کړی، چې میراث، ملکیت، مهر، نفقه او نور هغه حقونه، چې اسلامي شریعت ښځو ته ټاکلي، د هغوی ثابت حقونه دي؛ محکمې مکلفې دي، چې د ښځو قضیې په دقت او بې‌طرفۍ او د اسلامي شریعت او نافذه قوانینو له مخې وڅېړي.

هغه ویلي، د ښځو د حقونو د قضايي رسېدنې بهیر به د عدالت د تأمین او د هغوی د حقونو د ضایع کېدا د مخنیوي لپاره دوام ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي ترکیې، پاکستان او افغانستان ته سفر وکړ

د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي، یو شیاویونګ په ترکیه کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سویلي آسیا له عمومي رییس جهاد ارګینای سره لیدلي او د دواړو لوریو د خوشې وړ موضوعاتو په اړه یې خبرې کړې دي.

Published

on

د افغانستان لپاره د چین بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي یو شیاویونګ د جولای له دېرشمې څخه د اګست تر اتمې پورې ترکیې، پاکستان او افغانستان ته سفر کړی دی.

د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي، یو شیاویونګ په ترکیه کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سویلي آسیا له عمومي رییس جهاد ارګینای سره لیدلي او د دواړو لوریو د خوشې وړ موضوعاتو په اړه یې خبرې کړې دي.

هغه پاکستان او افغانستان ته د سفر پر مهال هم د دواړو هېوادونو له چارواکو سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه‌والي او پراختیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.

د چین بهرنیو چارو وزارت د دغو لیدنو په اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړي؛ خو دغه سفر داسې مهال ترسره شوی، چې د کابل او اسلام‌آباد اړیکې له امنیتي او سیاسي ننګونو سره مخ دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!