تازه خبرونه

اسلامي امارت د نورو حکومتونو پر پرتله ډېر ټولګډونه دی – امیر خان متقي

Published

on

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي ويلي؛ ځینې هېوادونه په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړولو غوښتنه لري؛ خو په حقیقت کې اسلامي امارت د هغو هېوادونو د حکومتونو پر پرتله ډېر ټولګډونه دی.

امیرخان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د امام ابوحنیفه په دوه‌یم ملي او نړیوال نندارتون کې کړې دي.

هغه ټینګار کړی، چې له بندیزونو سره – سره د افغانستان اقتصادي وضعیت ښه دی.

نوموړي له کورنیو او بهرنیو پانګوالو وغوښتل، چې په افغانستان کې ډاډمنه پانګونه وکړي؛ ځکه، چې اسلامي امارت ورسره په امنیتي برخه کې همکار دی.

امیرخان متقی د دوشنبې پر ورځ د بهرنیو چارو وزارت د دیپلوماسۍ انستیتوت د فراغت په مراسمو کې ځوانانو ته په خطاب کې ویلي؛ د اسلامي امارت پر ضد لاریونونه پای ته رسېدلي او نړۍ ورسره د تعامل په فکر کې ده.

هغه څرګنده کړې: د فشار، جبر، د کدرونو د ايستلو، پر بانکي سيستم د فشار، تبليغاتو، لاريونونو او د بدناموونکیو دسيسو دوره نوره پای ته رسېدلې ده.

هغه زیاته کړې؛ ځینې هېوادونه او نړیوالې ټولنې، چې له اسلامي امارت سره یې منفي تعامل درلود اوس مثبت تعامل  ته لیواله دي.

امیر خان متقي همداراز د بریتانیا د پارلمان د دفاعي کمیتې د لوړپوړي غړي د سفارت پرانستو له غوښتنې او له اسلامي امارت سره د تعامل له پیلولو هرکلی کړی دی.

امیر خان متقي ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د هیچا فرمایش نه مني او خپلې پرېکړې په مستقله توګه په خپله کوي.

هغه له ټولو هېوادونو او پانګوالو وغوښتل، چې د افغانستان حکومتولي او وضعیت له نږدې وڅېړي او د لویدیځو رسنیو له عینکو دې افغانستان ته نه‌ګوري.

Trending

Exit mobile version