تازه خبرونه

 اسلامي امارت د پاکستان د استازي او ځینو نورو څرګندونې له عقدې ډکې بولي

 د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، د ملګرو ملتونو په غونډو کې د افغانستان نشتوالی د دې لامل شوی چې یو شمېر هېوادونه نړۍ ته د افغانستان ناسم انځور وړاندې کړي.

Published

on

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال ویلي، چې افغانستان یو خوندي هېواد دی او په کې خپلسري فعالیتونه ته اجازه نلري.

 د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، د ملګرو ملتونو په غونډو کې د افغانستان نشتوالی د دې لامل شوی چې یو شمېر هېوادونه نړۍ ته د افغانستان ناسم انځور وړاندې کړي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي د امنیت شورا په غونډه کې ویلي، چې په سیمه او نړۍ کې د امنیت او ثبات لپاره تر ټولو لوی ګواښ په افغانستان کې له ۲۰ څخه زیات ترهګرې ډلې دي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم د امنیت شورا په غونډه کې ویلي، چې اسلامي امارت د داعش خراسان په کنټرول کې ډېر بریالی ندی او دوی د افغان واکمنانو لپاره په یوه جدي ننګونه بدل شوي دي.

د پاکستان دې استازي ټینګار کړی، چې په افغانستان کې له ۲۰ څخه زیاتو ترهګرو ډلو شتوالی د ټولې سیمې او نړۍ لپاره یو ګواښ دی.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی  منیر اکرم وایي: “په افغانستان، سیمه او په حقیقت کې د نړۍ امنیت او ثبات لپاره تر ټولو لوی ګواښ په افغانستان کې له ۲۰ څخه د زیاتو ترهګرو ډلو شتوالی دی. د طالبانو حکومت( اسلامي امارت) د داعش خراسان له ستونزې سره مخ دی.  په افغانستان، د ایران په کرمان ، په مسکو او پېښور کې د دوی بریدونو وښوده، چې پر وړاندې یې مبارزه اغېزناکه نده.

منیر اکرم زیاته کړې؛ تحریک طالبان پاکستان هم په افغانستان کې فعال دي، چې شاوخوا ۶۰۰۰ سرتېري لري او په سیمه کې د ترهګرو ډلو لپاره د چترۍ کار ورکوي.

د پاکستاني استازي څرګندونې د اسلامي امارت له غبرګون سره مخ شوې دي او دا څرګندونې یې بې بنسټه بللي دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، چې افغانستان یو خوندي هېواد دی او هیڅ ډول خپلسرې ډلې په هېواد کې نشته.

یو شمېر کارپوهان په دې باور دي، چې پاکستان سیاسي او امنیتي لوبه کوي او د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره له ترهګرۍ سره د مبارزې ادعا کاروي.

د یادونې ده، چې اسلامي امارت مخکې د امنیت شورا غونډې ته په ځواب کې ویلي وه، چې له نړیوالې ټولنې سره مثبت تعامل غواړي؛ خو په باور یې یو شمېر هېوادونه هڅه کوي، چې په دې لار کې خنډونه جوړ کړي.

Trending

Exit mobile version