تازه خبرونه
اسلامي امارت د پاکستان په بلوچستان کې پر ریلګاډي د برید ادعا رد کړه
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي له پاکستان وغوښتل، چې د بې مسوولیته څرګندونو پر ځای دې د خپلو امنیتي مسلو او کورنیو ستونزو حلولو ته پام راواړوي.
د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان د پوځ د ویاند هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې په بلوچستان ایالت کې پر مسافر وړونکي اورګاډي برید له افغانستان سره تړاو لري.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي له پاکستان وغوښتل، چې د بې مسوولیته څرګندونو پر ځای دې د خپلو امنیتي مسلو او کورنیو ستونزو حلولو ته پام راواړوي.
هغه ویلي؛ د بلوڅ اپوزیسیون هیڅ غړی په افغانستان کې نشته او نه یې له اسلامي امارت سره کومه اړیکه لرلې ده.
نوموړي زیاته کړې: “د سیاسي موخو لپاره د ملکي وګړو قرباني کول د توجیې وړ نده او مونږ په دې پېښه کې د بې ګناه خلکو پر مرګ او ژوبلې خواشیني یوو.”
دا څرګندونې له هغې وروسته راپورته شوې، چې د پاکستان د پوځ ویاند ادعا وکړه، چې تېره ورځ د بلوچستان پر مسافر وړونکي ریلګاډي برید په افغانستان کې میشتو وسلوالو پلان کړی و.
پر ریلګاډي برید، چې ۴۰۰ مسافر یې لېږدول؛ د سېشنبې پر ماسپښین پیل شو او تر چارشنبې پورې یې دوام وکړ. د برید په پایله کې ۲۱ مسافر، ۳۳ بریدګر او څلور سرتېري ووژل شول.
د بلوچستان د آزادۍ پوځ د دې پېښې مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
