تازه خبرونه

اسلامي امارت د کارګرو د حقونو خوندیتابه ته ژمن دی – احمدزی

د دې وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ اسلامي امارت ژمن دی، چې ځوانانو ته په بېلابېلو سکټورونو کې د کار زمینه برابره او بهر ته د ماهرو افغان کارګرو قانوني لېږد ته لار اواره کړي.

Published

on

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار او ټولنیزو چارو مرستیال محمد زاهد احمدزي په کابل کې د “کارګرو نړیوالې ورځې” د نمانځلو په مراسمو کې ویلي، چې اسلامي امارت په ځانګړي توګه دا وزارت په هېواد کې د بې کارۍ د کچې کمولو او د بېلابېلو لارو چارو پر کارولو  د کارګرو د حقونو خوندیتابه ته ژمن دی.

د دې وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ اسلامي امارت ژمن دی، چې ځوانانو ته په بېلابېلو سکټورونو کې د کار زمینه برابره او بهر ته د ماهرو افغان کارګرو قانوني لېږد ته لار اواره کړي.

هغه وایي: “کارګر د هرې ټولنې د پرمختګ اصلي عامل دی. د شکایتونو د حل یوه څانګه هم جوړه شوې، چې د کارګرانو ستونزې او ننګونې حل کړي او د دوی شکایتونه پخپل وخت حل کړي.”

Trending

Exit mobile version