تازه خبرونه
اسلامي امارت د یخنۍ له کبله د خواخوږۍ تر څنګ د ځاني زیانونو د مخنیوي سپارښتنه وکړه
د افغانستان اسلامي امارت د سړې هوا له کبله د ګڼو کسانو د مرګ و ژوبلې په اړه خپله خواخوږي ښکاره کړې او مسوولینو ته یې سپارښتنه کړې، چې په ژمي کې د زیاتو تلفاتو د مخنیوي لپاره له ټولو امکاناتو کار واخلي.
د افغانستان اسلامي امارت له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت په وروستیو ورځو کې د سړې هوا له کبله د لږ تر لږه ۷۰ کسانو له مړینې خبر ورکړی دی.
د الجزیرې خبري آژانس د چارشنبې پر ورځ (د مرغومي ۲۸) د دغه وزارت د چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې د سړې هوا له کبله پر مړینو سربېره له ۷۰ زره ډېر څاروي هم له منځه تللي دي.
د اسلامي امارت په اعلامیه کې راغلي: له خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړی، چې د سختې يخنۍ له کبله مو په ځینو ولايتونو کې يو شمېر هېوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
د افغانستان اسلامي امارت د شهیدانو کورنیو او خپلوانو ته خپل د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې وړاندې کړي دي.
دغه راز د افغانستان اسلامي امارت د اسلامي امارت اړوند ادارو او مسوولینو ته سپارښتنه کړې، چې د تلفاتو د زیاتېدو د مخنیوي په موخه لازم تدابیر ونیسي او په دې اړه خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
په اعلامیه کې راغلي: د اسلامي امارت اړوندو ادارو او مسوولینو ته سپارښتنه کیږي، چې له زیانمنو شویو کورنیو سره هر څومره، چې مو په وس کې وي مرسته وکړئ او د تلفاتو د زیاتېدو د مخنیوي په خاطر له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلئ.
د اسلامي امارت د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ له تېرو دوه اوونیو راپدیخوا د غور ولایت په ګډون د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د تودوخې درجه تر منفي ۳۳ درجو پورې رسېدلې ده.