تازه خبرونه
اسلامي امارت له رسنیو خپل ملاتړ روان ساتي – مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ویلي، چې حکومت له رسنیو او خبریالانو سره همکاري کوي او رسنۍ دې هم په خپلو خپرونو کې اسلامي ارزښتونه، د رسنیو اصول او ملي ګټې په پام کې ونیسي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد نن پنجشنبه د غويي ۲۹ د مطبوعاتو د آزادۍ د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې څرګنده کړې چې د رسنیو د سرغړونو کمیسیون نن خپل کار پیل کړی او اطلاعاتو ته د لاسرسي هغه به هم په نږدې راتلونکي کې خپل کار پیل کړي.
د ذبیح الله مجاهد د څرګندونو له مخې؛ اسلامي امارت د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د رسنیو ملاتړ ته ژمن دی. نوموړي پر رسنيو غږ وکړ، چې په خپلو خپرونو کې ملي ګټې او اسلامي ارزښتونه پام ونيسي.
نوموړی وایي: حکومت له رسنیو سره اقتصادي ملاتړ ته دوام ورکوي او مونږ غواړو، چې د رسنیو ستونزې صفر ته راکښته کړو.
هغه له رسنیو وغوښتل، چې د اسلامي اصولو پر بنسټ د رسنیو فعالیت تروان وساتل شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معلوماتو له مخې، د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته اوسمهال په هېواد کې ۱۹۸ چاپي او غږیزې رسنۍ شته، چې ۱۷۰ رسنۍ له اقتصادي ستونزو له کبله تړل شوې دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو مشر عبدالحق حماد ويلي: ډېري رسنۍ، چې بندې دي؛ مسوولين يې له افغانستان څخه وتلي او نورې يې د بهرنيانو په ملاتړ پورې تړلې وې، چې اوس فعالې ندي.
په افغانستان کې وروستیو سیاسي پرمختګونو د رسنیو پر وضعیت هم اغېز کړی، چې د راپورونو له مخې د یو شمېر رسنیو د تړل کېدو له کبله د رسنیو شاوخوا ۶۰۰۰ کارکوونکطو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.