تازه خبرونه
اسلامي امارت له فرانسې څخه په کابل کې د سفارت د بیا پرانیستلو غوښتنه وکړه
په دوحه کې د افغانستان سفارت د یکشنبې پر ورځ( د غوایی یوویشتمه ) اعلان وکړ، چې په دې لیدنه کې دواړو خواوو د سیاسي وضعیت، دوه اړخیزو اړیکو، بشري مرستو او د افغانستان د لرغونو آثارو د ساتنې په برخه کې د همکارۍ په اړه خبرې وکړې.
په قطر کې د افغانستان سفارت چارسمبالي سهیل شاهین د افغانستان لپاره د فرانسې له شارژډافیر ژان مارين شو سره په لیدنه کې له هغه هېواد څخه وغوښتل، چې په کابل کې خپل سفارت بیا پرانیزي.
په دوحه کې د افغانستان سفارت د یکشنبې پر ورځ( د غوایی یوویشتمه ) اعلان وکړ، چې په دې لیدنه کې دواړو خواوو د سیاسي وضعیت، دوه اړخیزو اړیکو، بشري مرستو او د افغانستان د لرغونو آثارو د ساتنې په برخه کې د همکارۍ په اړه خبرې وکړې.
شاهین د فرانسې شارژډافیر ته ټینګار وکړ، چې ” غوره ده فرانسې په کابل کې خپل سیاسي استازیتوب فعال کړي.”
فرانسې په کابل کې خپل سفارت د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د اسلامي امارت له بیا واک ته رسېدو وروسته وتړلو.
