تازه خبرونه
اسلامي امارت له نړۍ سره په ډیپلوماسۍ کې ښه پرمختګ کړی
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي څرګنده کړې، حکومت له نړۍ سره په ډیپلوماسۍ کې ښه پرمختګ کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي، چې له ستونزو سره سره یې له نړۍ او د سیمې له هېوادونو سره دیپلوماتیکې اړیکې پراخې کړي دي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي متقي له هندي پلاوي سره په خبرو کې ویلي، چې د اسلامي امارت مخالفین هڅه کوي د ناوړه تبلیغاتو له لارې د دولت او ولس ترمنځ واټن رامنځته کړي او د نړۍ له هیوادونو سره د اسلامي امارت اړیکې خرابې کړي.
د اسلامي امارت له واکمنۍ را وروسته دا لومړي ځل دی، چې د هند یو دیپلوماتیک پلاوی کابل ته راځي او د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي امیرخان متقي سره پر ډيپلوماتیکو اړیکو، دوه اړخیزې سوداګرۍ او بشري مرستو بحث او خبرې کوي.
کابل له هنده غواړي، چې په کابل کې خپل سفارت پرانیزي.
مولوي متقي دا هم ويلي، چې افغانستان په منځنۍ آسیا کې یو له مهمو ترانزیتي هېوادونو څخه دی او د پانګونې ښه چاپېریال ورته چمتو شوی دی.
ده همداراز ټینګار کړی، چې ازبکستان به افغانستان ته د برښنا رسول روان وساتي.
د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ هندي پلاوي ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې پر مرستو او کار کولو غور وکړي.