تازه خبرونه

اسلامي امارت مونږ ته ویلي، چې په خپله خاوره کې د ناامنۍ ریښه ولټوو او مونږ هم ومنله – کاکړ

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲۸, ۱۴۰۲)

د پاکستان د لنډمهالي حکومت لومړي وزیر ویلي؛ اسلامي امارت مشوره ورکړې، چې په خپله خاوره کې د امنیتي ستونزو ریښه ولټوي او مونږ هغه ومنله او د ناقانونه کډوالو د بېرته ستنېدا لپاره مو عملي هڅې تر سره کړې.

انوارالحق کاکړ په یوه مقاله کې، چې د یکشنبې پر ورځ بریتانوي ورځپاڼې ټیلیګراف خپره کړې؛ څرګندوي: د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راپدیخوا لږ تر لږه ۱۶ افغان وګړو په پاکستان کې ځانمرګي بریدونه کړي او ۶۵ نور ترهګر له امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي، چې ټول افغانان ول.

هغه ویلي؛ هیڅ مسوول حکومت نه‌شي کولی دا ډول اندېښنې له پامه وغورزوي. هر کله مو، چې دا مسله د افغانستان له چارسمبالي حکومت (اسلامي امارت) سره مطرح کړې؛ هغوی مونږ ته مشوره راکړې، چې خپل کور پخپله سمبال کړو. مونږ په پای کې پرېکړه وکړه، چې د دوی مشورې ته پام وکړو او خپل ځان تر پاملرنې لاندې ونیسو.

د پاکستان لومړي وزیر ویلي، چې په تېرو درې – څلور لسیزو کې له څلور څخه تر پېنځه میلیون پورې کډوال (تقریبا د آیرلینډ نفوس) پاکستان ته راغلي دي.

هغه ویلي: ډېري د پاتې کیدو حق نه‌لري. سره له دې، چې پاکستان د ۱۹۵۱ کال د کډوالو کنوانسیون او ( د ۱۹۶۷  کال پروتوکول ) لاسلیک کړی نه‌دی؛ خو مونږ پر پوره سخاوت د مهاجرینو لوی شمېر منلی دی. میلمه‌پالنه د پاکستان د DNA یوه برخه ده او له همدې کبله به مونږ پخپلو قانوني، اخلاقي او بشري مسوولیتونه عمل کوو.

کاکړ ویلي، چې د مهاجرینو د داوطلبانه ستنېدا لپاره ډېر فرصتونه وکارول؛ خو د بې اسنادو مهاجرینو د راجستر کولو لپاره د پاکستان له پرله‌پسې هڅو سره – سره  یو لوی شمېر مهاجرینو له نوملیکنې ډډه وکړه.

هغه ټینګار کړی؛ پاکستان د خواریکښو او قانون پلي کوونکیو مهاجرینو څخه ګټه پورته کړې، خو د مهاجرینو د کوربه‌توب ټولنیز، اقتصادي او امنیتي لګښتونه هم حیرانوونکي دي.

د پاکستان لومړی وزیر دا هم ویلی؛ له افغانستان څخه د لویدیځو هېوادونو له وتلو وروسته سلګونه زره کسان پاکستان ته رادننه شول، چې ۵۹ زره یې له پاکستان څخه بهر میشت شول او له ۴۲ زره ډېر نور اوس هم لویدیځو هېوادونو ته د لېږدېدو تمه لري.

هغه ویلي، چې پاتې نورو پناغوښتونکيو د پنا غوښتنې لپاره قانع کوونکي دلیل وړاندې کړی نه‌دی او په غیر قانوني توګه په پاکستان کې پاتې کېدا روانه ساتي.

کاکړ وایي؛ پاکستان نن د تاریخ په څلورلاري کې ولاړ دي. مونږ نور نه‌شو کولی، چې د دومره لوی شمېر غیرقانوني کسانو پر منلو خپل ملي امنیت له خطر سره مخ کړو. زمونږ وروستی هدف د خوندي پاکستان جوړول، سوله‌ییز او سوکاله پاتې کېدا ده، چې خلکو، سیمې او نړۍ ته ګټه رسوي.

د پاکستان لنډمهالي حکومت شاوخوا دوه نیمې میاشتې مخکې د غیرقانوني کډوالو جبري ایستل پیل کړل، چې اسلامي امارت او د بشري حقونو ټولنې پرې نیوکې وکړې.

پاکستانيو چارواکو تل ادعا کړې، چې تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې پټنځایونه لري او ترې ملاتړ کیږي؛ خو اسلامي امارت دغه ادعاوې ردوي او څرګندوي، چې افغان کډوال د پاکستان په امنیتي ستونزو کې ونډه نه‌لري او افغانان په پاکستان کې د امنیت رامنځته کولو مسوول هم نه‌دي.

Trending

Exit mobile version