تازه خبرونه
اسلامي امارت په افغانستان کې د جیش محمد د مشر حضور رد کړ
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د جیش محمد د مشر مسعود اظهر حضور ردوي او وايي، چې مونږ په افغانستان کې د نورو حکومتونو مخالفانو ته د فعالیت اجازه نه ورکوو.
د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د چارشنبې پر ورځ (د وږي ۲۳ ) په یو لړ تویتونو کې د جیش محمد د مشر مسعود اظهر شتون رد کړ.
عبدالقهار بلخي وایي؛ د افغانستان اسلامي امارت به هیڅ وسلوال ته اجازه ورنکړي، چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د پاکستان حکومت له افغان حکومته په یوه رسمي لیک کې د جیش محمد ډلې د مشر مسعود اظهر د نیولو غوښتنه کړې ده.
د اړوند وزارت په لیک کې راغلي، چې مسعود اظهر د افغانستان په ختیځ کې ژوند کوي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه تویت کې د دواړو هېوادونو له رسنیو غوښتي، چې له اسنادو پرته له داسې تورونو ډډه وکړي، چې د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېز کولی شي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي هم ويلي، چې مسعود اظهر په افغانستان کې ندی او دوی د داسې کار اجازه نه ورکوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان او افغانستان حکومتونو له سرحدي جګړې خبرورکړی او د اسلامي امارت چارواکو ویلي، چې جګړه له هغې وروسته پیل شوه، چې پاکستانيو پوځیانو د دیورند فرضي کرښې ته څېرمه د پوځي تاسیساتو پر جوړولو کار کاوه.