تازه خبرونه
اسلامي امارت په سعودي عربستان کې د فلسطیني دولت د جوړولو وړاندیز وغانده
د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې پر ورځ په یوه خبرپانه کې ویلي، چې دا ناممکن وړاندیز له منل شویو واقعیتونو سره په ښکاره تضاد کې دی او د سعودي عربستان له حاکمیت سرغړونه ده.
اسلامي امارت د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هغه وړاندیز غندلی، چې د سعودي عربستان په خاوره کې دې فلسطیني دولت جوړ شي.
د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې پر ورځ په یوه خبرپانه کې ویلي، چې دا ناممکن وړاندیز له منل شویو واقعیتونو سره په ښکاره تضاد کې دی او د سعودي عربستان له حاکمیت سرغړونه ده.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې: “د نتنیاهو څرګندونې د منل شویو نړیوالو نورمونو سپکاوی او د فلسطینیانو له مشروع حقونو ښکاره سرغړونه ده.”
اسلامي امارت ټینګار کړی، چې “فلسطین د فلسطینیانو خاوره ده او تر هغې، چې اشغال روان او د فلسطین د خلکو حقونه تر پښو لاندې وي؛ په غزه او سیمه کې به ثبات نهوي او دا ډول وضعیت د هیچا په ګټه ندی.”
نتانیاهو د تېرې اوونۍ د پنجشنبې پر ورځ د اسرائیلو له ۱۴- چینل سره په مرکه کې ویلي وه، چې سعودي عربستان کولی شي په خپله خاوره کې یو فلسطیني دولت جوړ کړي.
