Connect with us

تازه خبرونه

اسلامي امارت په سیمه کې د سوداګرۍ او انرژۍ د آسانتیاوو په لټه کې دی -عبداللطیف منصور

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت چارسمبالي عبداللطیف منصور ډاډ څرګند کړ، چې اسلامي امارت له خپل ستراتیژیک جغرافيايي موقعیت څخه پر ګټنې د منځنۍ آسیا، سویلي آسیا او منځني ختیځ د هېوادونو د اتصال یو مهم ځمکنی هم پل دی. دا دریځ افغانستان د چین د یو کمربند له لارې یو اړین شریک جوړوي؛ ځکه، چې د ځمکې له لارې سوداګریزې اړیکې او د انرژي دهلېزونه سیمه او چین له اروپا سره نښلوي.

خپور شوی

د

د اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزارت چارسمبالي په چین کې د ” یو کمر بند یوې لارې نوښت” د انرژۍ د وزیرانو په درېیم نړیوال کنفرانس کې د وینا پر مهال ویلي؛ د افغانستان او چین ځمکنۍ لار به له سیمې سره سوداګریزې اړیکې او د انرژۍ دهلېزونه پراخه کړي.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت چارسمبالي عبداللطیف منصور ډاډ څرګند کړ، چې اسلامي امارت له خپل ستراتیژیک جغرافيايي موقعیت څخه پر ګټنې د منځنۍ آسیا، سویلي آسیا او منځني ختیځ د هېوادونو د اتصال یو مهم ځمکنی هم پل دی. دا دریځ افغانستان د چین د یو کمربند له لارې یو اړین شریک جوړوي؛ ځکه، چې د ځمکې له لارې سوداګریزې اړیکې او د انرژي دهلېزونه سیمه او چین له اروپا سره نښلوي.

هغه وایي: افغانستان د خپل موقعیت له مخې منځنۍ آسیا له سویلي آسیا او چین سره ونښلوي او د انرژۍ د پایپ لاینونو او د انرژي د زیربناوو له پراختیا سره ټولو ته بېلابېله انرژي ولېږدوي.

د نوموړي په دې غونډه کې د هېواد د برښنا کموالي ته له نغوتې سره ویلي؛ تمه ده، چې هېواد به په راتلونکي لپاره د برښنا انرژۍ بازار ته وده او پراختیا ورکړي.

نوموړی وایي: مونږ پدې باور یوو، چې ډاډمنې برښنا ته لاسرسی، خوندیتوب، د انرژي امنیت او د انرژي په وړاندې کولو کې تعادل، د افغان ټولنې د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره اړین شرطونه دي.

د اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزارت چارسمبالي زیاته کړې؛ د خپل پېنځه کلن پلان له مخې به د افغانستان انرژي له کورنیو سرچینو برابره شي؛ ځکه افغانستان د اوبو، باد او لمر پراخې وړتیاوې لري؛ خو اوسمهال د سیمې له هېوادونو په ځانګړي توګه له ترکمنستان او ازبکستان څخه برېښنا واردوي.

هغه وایي: لکه څرنګه، چې معلومه ده، د لومړنیو اټکلونو او سروې ګانو له مخې، افغانستان کولی شي نږدې ۳۱۸ ګیګاواټه برښنا د نوې کیدونکې انرژۍ له سرچینو څخه تولید کړي، چې په کې د اوبو سرچینې (۲۳۰۰۰ میګاواټه)، د باد د انرژي سرچینې (۶۷۰۰۰ میګاواټه) لمریزه انرژي (۲۲۲۰۰۰ میګاواټه) جیوترمل انرژي (۳۰۰۰ څخه تر ۳۵۰۰ میګاواټه)، بایوماس انرژی (۴۰۰۰ میګاواټه) رانغاړي.

عبداللطیف منصور په چین کې د  یو کمر بند یوې لارې نوښت د انرژۍ د وزیرانو په درېیم کنفرانس کې دا ډاډ هم څرګند کړ، چې د واخان دهلېز پرانیستل به نه یوازې د افغانستان او چین اړيکې پراخه کړي، بلکې د سیمه‌ییز اتصال زمینه به هم ورسره رامنځته شي.

له نېکه مرغه په تېرو درې وروستیو  کلونو کې مو د برېښنا انرژي د پر ځان بسیا کېدو په لور ستر ګامونه اخېستي او د هېواد د ښېرازي په لوري لا نور ورګړندي کیږو.

منصور د انرژۍ د سرچینو او همکاریو په اړه څرګنده کړې : افغانستان د پام وړ غیر استعمال شوې طبیعي زیرمې لري؛ طبیعي ګاز او منرالونه د نړۍ د انرژي د لیږد لپاره مهم عناصر دي. د چین هېواد سره زمونږ د هېواد د انرژۍ د سکټور د همغږۍ هڅې کولی شي د دواړو هېوادونو د ګټو لپاره دا سرچینې راوسپړي او د سیمه‌ییزې انرژۍ د امنیت ملاتړ وکړي. د انرژي په پروژو کې د افغانستان ښکېلتیا هم کولای شي، زمونږ د هېواد د اقتصاد د پياوړتیا سبب او د کار موندنې لپاره مناسب بستر رامنځته کړي.

نوموړي ویلي افغانستان کولی شي په سیمه کې تجارتي او اقتصادي ادغام ته وده ورکړي؛ په اقتصادي او تجارتي وصل کېدو سره به چین زمونږ د هېواد د زیربنا پر ښه کولو، د سوداګرۍ د آسانتیا او بازار ته د لاسرسي پر زیاتولو د سیمه‌ییزې اقتصادي ودې په لاره اچولو کې مرسته وکړي. دا ادغام به د انرژۍ، کانونو او د ځمکني ټرانسپورټ په برخو کې داسې همکاري رامنځته کړي، چې افغانستان به د سیمه‌ییزې سوداګري لپاره د یوه مهم مرکز په توګه خپل ځای پيدا کړي.

دغه راز نوموړي په سیمه کې د سولې، ثبات او اقتصادي پرمختګ پر ژمنه د ټینګار تر څنګ ویلي: دا همکاري کولی شي سیاسي ثبات ته وده ورکړي او په سیمه کې د مهمو زیربناوو پانګونې لپاره امنیت تضمین کړي. د چين هېواد او نور سیمه‌ییز هېوادونه کولی شي د لنډ مهاله او منځ مهاله پروګرامونو په ترڅ کې زمونږ تخنیکي همکاران وروزي او د ظرفیت په لوړولو او نړۍوالو تجاربو په تر لاسه کولو کې همکاري وکړي.

د یادونې ده، چې بدخشان شمال ختیځ افغانستان له چین، تاجکستان او پاکستان سره نښلوي.

تازه خبرونه

په قطر کې د ګامبیا د سفیر او سهیل شاهین لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه او د پانګه‌ونې فرصتونه

په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هم‌مهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.

Published

on

په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي(سرپرست) په قطر کې د ګامبیا له سفیر او ځانګړي استازي عمر جاح سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.

په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هم‌مهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ګامبیا ترمنځ پر دوه‌اړخیزو اړیکو، په افغانستان کې امنیتي وضعیت، د پانګونې فرصتونو، اقتصادي همکاریو او نورو ګډو موضوعاتو اندونه وړاندې کړي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

که په واک کې ښه چارواکي وای، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته به خلکو آزاد تګ راتګ کاوه – اڅکزی

هغه په ​​یوه غږیزه خپرونه کې ویلي، چې نور هېوادونه لکه روسیه، جرمني او بریټانیا، له تاریخي جګړو سره – سره نن خلاصې پولې لري؛ یوازې یوه «کاغذي کرښه» یې ترمنځ پاتې ده او د څارنې او ارزونې هیڅ کومه سخته ارزونه نشته.

Published

on

د پاکستان په ملي شورا کې د اپوزیسیون مشر او د پښتونخوا د عوامي ملي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي، چې که ښه مشران په واک کې وای: نو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې به خلکو آزاد تګ راتګ کولی شو.

هغه په ​​یوه غږیزه خپرونه کې ویلي، چې نور هېوادونه لکه روسیه، جرمني او بریټانیا، له تاریخي جګړو سره – سره نن خلاصې پولې لري؛ یوازې یوه «کاغذي کرښه» یې ترمنځ پاتې ده او د څارنې او ارزونې هیڅ کومه سخته ارزونه نشته.

اڅکزي زیاته کړې، کېدی شو؛ په سیمه کې ورته وضعیعت رامنځته شوی وای.

هغه ټینګار کړی: «دلته ستونزه څه ده؟ پنجابي په کندهار کې نڅا کوله او پښتانه دلته راتلل. که څه هم مونږ په ښکاره یو هېواد نه‌یوو، خو کولی مو شو په عمل کې یو هېواد واوسو.»

هغه د شوروي اتحاد او امریکا له‌خوا پر افغانستان د یرغل یادونه وکړه او څرګندوي؛ افغانستان حق لري، چې له دې هېوادونو د جګړې د زیانونو او بیارغونې لپاره د تاوان غوښتنه وکړي.

دې پاکستاني سیاستوال له پښتنو سره د پاکستان د حکومت پر چلند نیوکه کړې او ادعا کوي، چې په ځینو ښارونو لکه لاهور او کراچۍ کې هغوی نیسي او جبري ایستل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د کونړ زلزله‌ځپلو ته په ننګرهار کې نمرې وویشل شوې

د دې وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ یاد ښارګوټی د معیاري ښاري پلان له مخې طرحه شوی، چې په کې د اوسېدو د نمرو تر څنګ سړکونه او بنسټیزې آسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.

Published

on

د کور او ښار جوړولو وزارت د کونړ ولایت هغو زلزله‌ځپلو کورنیو ته، چې د وروستۍ زلزلې له کبله یې کورونه ویجاړ شوي وه؛ د ننګرهار ولایت د ښېوې ولسوالۍ د ګمبیري د اړوند سیمې په ۱۰۰۰ جریبه ځمکه کې د نوي جوړ شوي ښارګوټي استوګنیزې نمرې وېشلي دي.

د دې وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ یاد ښارګوټی د معیاري ښاري پلان له مخې طرحه شوی، چې په کې د اوسېدو د نمرو تر څنګ سړکونه او بنسټیزې آسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.

دغه راز په دې ښارګوټي کې د ښوونځي، مدرسې، جوماتونو، روغتیایي کلینیک او هدیرې لپاره ځانګړې ځمکې پر نښه شوې دي، چې اوسېدونکو ته د یو منظم او باعزته ژوند بشپړ چاپېریال برابر شي.

خبرپاڼه زیاتوي؛ په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر نجیب‌الله حیات حقاني د ننګرهار ولایت د والي مرستیال مولوي غلام الرحمن حیدري، د علماوو شورا رییس او د زلزله‌ځپلو د مرکزي کمیسیون مشر شیخ خیر محمد فاروقي، د کونړ د جهادي مدرسې مشر شیخ عبدالقهار صدیقي، د ننګرهار ولایت د مقام استازی شمس العارفین او یو شمېر نورو مسوولانو ګډون کړی و.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر نجیب‌الله حیات حقاني دغو مراسمو ته په وینا کې ویلي؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې زلزله‌ځپلې کورنۍ پیاوړې کړي او د ټولنې د فعالو غړو په توګه یې وروزي، چې د مرستې له اخیستونکو څخه د مرستې کوونکو کچې ته ورسېږي.

نوموړي د دې پلان پر ارزښت ټینګار وکړ او وایي: دا «پلان هغه ګټوره نسخه ده، چې خړه دښته د سرو زرو پر ارزښت بدلوي او د انساني ټولنې د پرمختګ لپاره عملي کېږي.»

ویل کیږي، چې د ننګرهار ولایت د مقام استازي شمس العارفین څرګنده کړې، چې د ننګرهار ولایت مقام د زلزله‌ځپلو د ملاتړ او د یاد ښارګوټي د ښه مدیریت لپاره د هر راز همکاریو ډاډ ور کړ.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!