تازه خبرونه
اسلامي امارت په هېواد کې معیاري ښوونیزو خدمتونو ته ژمن دی
پرون د پوهنې وزارت د پوهنې د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې زدهکړه د هر افغان لپاره لازمه ده او دا وزارت ژمن دی، چې په هېواد کې معیاري ښوونیز خدمتونه وړاندې کړي.
په دې اعلامیه کې ویل شوي، چې زدهکړه د هر افغان لپاره لارمه ده او اسلامي امارت ژمن دی، چې معیاري تعلیمي خدمتونه وړاندې کړي.
په اعلامیه کې راغلي، چې نړۍ باید دغه وزارت د معیاري تعلیمي خدمتونو په وړاندې کولو کې یوازې پرې نږدي.
د پوهنې وزارت په اعلامیه کې راغلي: د پوهنې وزارت خپلو خلکو او نړیوالې ټولنې ته ډاډ ورکوي، چې اسلامي امارت تعلیم او زدهکړه د هر افغان لپاره اړینه ګڼي، له اقتصادي محدودیتونو سره سره یې ۱۹۰۰۰ ښوونځي او ۱۳۰۰۰ دیني مدرسې پرانیستي دي او دوه نیم میلیون نجونې هم ښوونځیو ته ځي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د ملګرو ملتونو تعلیمي او فرهنګي ټولنې یا یونسکو دواړو ویلي، چې افغان ښځې او نجونې د زدهکړو له حقه بې برخې دي.
د یونیسکو عمومي منشي آډري ازولي وایي: یونسکو غواړي سږکال دا ورځ افغان ښځو او نجونو ته ځانګړې کړي، مونږ غواړو، چې د ښځو او نجونو د کار او زدهکړې حقونه پرته له ځنډه دوی ته ورکړ شي. د ښځو د کار او زدهکړې پر وړاندې جګړه باید ودرول شي؛ ځکه هره نجلۍ او هلک د زدهکړې حق لري.
ځینې محصلینې او زدهکوونکې له اسلامي امارته غواړي، چې تعلیمي او تحصیلي بندیزونه لرې کړي او دوی ته درسونو ته د ستنېدو اجازه ورکړي.
یو شمېر کارپوهان وايي، چې زدهکړو ته لاسرسی د ټولنې د هر غړي اساسي او بشري حق دی او باید دا حق له هیچا وانه خیستل شي.
اسلامي امارت پر نجونو د ثانوي او پوهنتوني زدهکړو محدویتونه دایمي نه بولي؛ خو تمې دادي، چې په را روان پسرلي کې به د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي.