تازه خبرونه

اسلامي امارت په ټول افغانستان کې د کوکنارو کښت منع کړ

Published

on

(Last Updated On: وری ۱۴, ۱۴۰۱)

د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه ملا هبة الله اخوندزاده د یکشنبې پر ورځ په هېواد کې د ناقانونه کړنو د مخنیوي په لړ کې د کوکنارو پر کښت د بندیز لګولو فرمان صادر کړ.

په فرمان ټولو افغانانو ته سپارښتنه شوې، چې سر له ننه په ټول هېواد کې د کوکنارو کښت او د نشه یي توکو پېر و پلور منع شوی دی.

په فرمان کې راغلي: که څوک له فرمان سرغړونه وکړي، حاصلات یې له منځه وړل کیږي او له سرغړونکيو سره به د شريعت له مخې چلند تر سره شي.

په فرمان کې راغلي، چې په ټول هېواد کې د نشه يي توکو کارول، لېږد، پېر او پلور، واردات او صادرات او د نشه يي توکو توليدات لکه شراب، هيروين، شيشه، کا ګولۍ، چرس او نور په کلکه منع دي.

په فرمان کې یادونه شوې، چې د دې فرمان پلي کول اړین او لازمي دي.سربېره پر دې هر څوک، چې دا قانون ماتوي محاکمه او مجازات کیږي.

افغانستان له ډېر وخت راپدیخوا په نړۍ کې د تریاکو تر ټولو لوی تولیدوونکی هېواد نومول کېده او د تېر کال د ملګرو ملتونو د یوې څېړنې له مخې دغه هېواد په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې د نړۍ د تریاکو په تولید کې لږ تر لږه ۸۵ سلنه برخه درلوده او د نړۍ د ټولو اپینو ۸۰ سلنه کاروونکیو ته یې اکمالات کول.

د مخدره توکو او جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو دفتر (UNODC) د نومبر په یوه راپور کې ویلي؛ د ۲۰۲۱ کال د اپینو حاصلات، چې په جولای کې بشپړ شوي له تېرو ۵ کلونو راپدیخوا یې له ۶۰۰۰ ټنو څخه ډېر لوړوالی درلود، چې په بالقوه تر ۳۲۰ ټنو پورې تولیدوي او د نړۍ بازارونو ته  خالص هیرویین قاچاق کیږي.

دغه راز د UNODC د اټکل له مخې؛ په ۲۰۲۱ کال کې له تریاکو څخه د افغانستان عاید څه باندې ۱.۸-۲.۷ میلیارډ ډالره و؛ خو بهر ته یې له قاچاقه ډېرې پیسې ترلاسه کیږي.

په راپور کې دا هم ویل شوي، چې د ۲۰۲۱ کال د جولای په میاشت کې د کوکنارو د کښت د کلني فصل په پای کې د کوکنارو تر کښت لاندې سیمه ۱۷۷۰۰۰ هکتاره اټکل شوې ده.

د دغه اټکل له مخې؛ په ۲۰۲۱ کال کې د اپینو تولید ۶۸۰۰ ټنه یا ۸ سلنه زیات و.

Trending

Exit mobile version