تازه خبرونه
اسلامي امارت په ټول افغانستان کې ۴۳ والیان، مرستیالان او د پولیسو مشران ټاکلي
د افغانستان اسلامي امارت د یکشنبې پر ورځ د ولایتونو د واليانو، مرستیالانو او امنیه قومندانانو په ګډون ۴۳ کسان پر مهمو دندو وګومارل.
دا ګومارنې د وږي له میاشتې راپدیخوا، چې په کې د اسلامي امارت د کابینې چارسمبالي اعلان شول؛ د ګومارلو دوه یم لوی پړاو دی.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل یوه ټویټ کې په ډاګه کړې؛ د ولایتي چارو د نور ښه تنظیم او پرمختګ لپاره د ا.ا.ا د مشرتابه د سپارښتنې له مخې؛ په یو شمېر ولایتونو کې د لاندې ۴۳ نویو کسانو ټاکنې ترسره شوې دي:
۱ ـ عبدالغني د بدخشان ولایت د والي په توګه
۲ ـــ محمد علي جان د پکتیا ولایت د والي په توګه
۳ ــ قاري بریال د کابل ولایت د والي په توګه
۴ــ مفتي محمد ادریس د کابل ولایت د مرستیال والي په توګه
۵ ـــ ولي جان حمزه د کابل ولایت د امنیه قومندان په توګه
۶ ــ نثار احمد د کندوز ولایت د والي په توګه
۷ ــ حبیب الرحمان د کندوز ولایت د مرستیال والي په توګه
۸ــ عزیز الله د کندوز ولایت د امنیه قومندان په توګه
۹ــ قاري بختیار د بغلان ولایت د والي په توګه
۱۰ــ محمد ادریس د بغلان ولایت د مرستیال والي په توګه
۱۱ــ صفی الله اخند د بغلان ولایت د امنیه قومندان په توګه
۱۲ ــ حاجي مالي خان د لوګر ولایت د والي په توګه
۱۳ ــ انعام الله د لوګر ولایت د مرستیال والي په توګه
۱۴ ــ محمد الدین شاه مخبط د لوګر ولایت د امنیه قومندان په توګه
۱۵ ــ عبدالله مختار د پکتیکا ولایت د والي په توګه
۱۶ ـــ عبدالله سرحدي د بامیان ولایت د والي په توګه
۱۷ ــ سعید احمد د لغمان ولایت د مرستیال والي په توګه
۱۸ ـــ نورا لهدی د بلخ ولایت د مرستیال والي په توګه
۱۹ــ مطیع الله د بلخ ولایت د امنیه قومندان په توګه
۲۰ ـــ حبیب الله شاکر د تخار ولایت د امنیه قومندان په توګه
۲۱ ـــ حاجي دعوت د روزګان ولایت د والي په توګه
۲۲ ــ روحانی صاحب د فراه ولایت د والي په توګه
۲۳ ـــ جهادیار صاحب د فراه ولایت د مرستیال والي په توګه
۲۴ ــ حاجي صاحب معصوم د فراه ولایت د امنیه وقومندان په توګه
۲۵ ــ عبدالرحمان اکا د سرپل ولایت د والي په توګه
۲۶ ـــ محمد نادر د سرپل ولایت د مرستیال والي په توګه
۲۷ ـــ شعیب د جوزجان ولایت د والي په توګه
۲۸ ـــ عبدالمنان محمود د جوزجان ولایت د مرستیال والي په توګه
۲۹ـــ قاري صاحب پهلوان د فاریاب ولایت د والي په توګه
۳۰ـــ حذیفه صاحب د فاریاب ولایت د امنیه قومندان په توګه
۳۱ـــ لبیب صاحب د غور ولایت د امنیه قومندان په توګه
۳۲ ـــ محمد امین جان کوچي د میدان وردګو ولایت د والي په توګه
۳۳ ـــ شېراحمد د میدان وردګو ولایت د مرستیال والي په توګه
۳۴ ـــ بسم الله (عبدالله) د زابل ولایت د والي په توګه
۳۵ ـــ عبدالخالق عابد د زابل ولایت د مرستیال والي په توګه
۳۶ ــ عبدالمنان د سمنګان ولایت د مرستیال والي په توګه
۳۷ ــ نجیب الله رفیع د نیمروز ولایت د والي په توګه
۳۸ ـــ اسحاق اخندزاده صاحب د غزني ولایت د والي په توګه
۳۹ـــ سیدحنیف (عباده اغا) د غزني ولایت د مرستیال والي په توګه
۴۰ــ عبدالله د کنړ ولایت د مرستیال والي په توګه
۴۱ ـــ عبدالحق حقاني د کنړ ولایت د امنیه قومندان په توګه
۴۲ ـــ حاجي صاحب راشد د دایکندي ولایت د مرستیال والي په توګه
۴۳ ـــ سلیمان آغا صاحب د شینډنډ د ۵ ولسوالیو د مسئول په توګه
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د کابل د امنیت مخکنی قومندان مولوي حمدالله مخلص روانه میاشت د کابل ښار په مرکز کې د افغانستان پر تر ټولو ستر پوځي روغتون د داعش د برید پر مهال وژل شوی دی.
تازه خبرونه
په قطر کې د افغانانو د السیلیه کمپ د تړل کېدو بهیر ۹ میاشتې وځنډول شو
د اسوشیټېډ پرس د راپور له مخې؛ ټاکل شوې وه، چې دا کمپ د چارشنبې پر ورځ د امریکا د مالي کال له پای ته رسېدا سره هممهاله وتړل شي؛ خو یوه امریکايي چارواکي ویلي، چې واشنګټن او دوحې د دې کمپ فعالیت د نهو نورو میاشتو لپاره د غځولو هوکړه کړې ده.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ ادارې په قطر کې د «السیلیه» کمپ د تړل کېدو بهیر د نهه میاشتو لپاره ځنډولی دی. په دې کمپ کې له زر ډېر افغانان، چې له امریکايي ځواکونو سره یې د افغانستان د شل کلنې جګړې پر مهال همکاري کړې؛ مېشت دي.
د اسوشیټېډ پرس د راپور له مخې؛ ټاکل شوې وه، چې دا کمپ د چارشنبې پر ورځ د امریکا د مالي کال له پای ته رسېدا سره هممهاله وتړل شي؛ خو یوه امریکايي چارواکي ویلي، چې واشنګټن او دوحې د دې کمپ فعالیت د نهو نورو میاشتو لپاره د غځولو هوکړه کړې ده.
په کمپ کې ټولټال ۱۰۳۹ افغانان مېشت دي، چې یو شمېر یې د امریکا د شل کلنې جګړې پر مهال د ژباړونکو او په نورو برخو کې له امریکايي ځواکونو سره کار کړی دی. یو شمېر نور یې د امریکايي سرتېرو د کورنیو غړي دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د کمپ د فعالیت د غځولو په اړه سمدستي څرګندونې نهدي کړي؛ خو څرګندوي: د داسې حللارې د موندلو هڅه کوي، چې د کمپ د اوسېدونکو امنیت خوندي شي او هغوی وکولی شي له افغانستان څخه بهر نوی ژوند پیل کړي.
تازه خبرونه
د افغانانو د پناه غوښتنې په دوسیو کې ۴۰ سلنه تېروتنې شوي – د امریکا کورني امنیت وزارت
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ د کورني امنیت وزارت د ځانګړي پلټونکي دفتر د دغو دوسیو د ارزونې بهیر څېړلی او ښیي؛ په ځینو مواردو کې یې د غوښتونکو د مستعارو نومونو له پېژندلو او هغو معلوماتو سره د سمون فرصت له لاسه ورکړ شوی، چې د هغوی د پناه غوښتنې پر شرایطو برابرېدو اغېز کولی شو.
د امریکا کورني امنیت وزارت ویلي: د هغو افغانانو د پناه غوښتنې د دوسیو د ارزونې په بهیر کې، چې د «متحدینو د هرکلي عملیات» پروګرام له لارې امریکا ته تللي؛ په سلو کې ۴۰ تېروتنې شوې دي.
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ د کورني امنیت وزارت د ځانګړي پلټونکي دفتر د دغو دوسیو د ارزونې بهیر څېړلی او ښیي؛ په ځینو مواردو کې یې د غوښتونکو د مستعارو نومونو له پېژندلو او هغو معلوماتو سره د سمون فرصت له لاسه ورکړ شوی، چې د هغوی د پناه غوښتنې پر شرایطو برابرېدو اغېز کولی شو.
د امریکا کورني امنیت وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي: د« متحدینو د هرکلي عملیات» پروګرام د جو بایډن په حکومت کې رامنځته شو او په ۲۰۲۳ز.کال کې له یوې حقوقي دعوې وروسته؛ د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې ته دنده وسپارل شوه، چې د دغه پروګرام ۹۰ سلنه د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه په ۱۵۰ ورځو کې وڅېړي.
د امریکا د کورني امنیت وزیر مارکوین مولین د دې پروګرام د پلي کېدا پر څرنګوالي نیوکه کړې او څرګندوي:« که ان یو خطرناک مجرم یا ترهګر هم زمونږ هېواد ته داخل شي، د ګڼشمېر امریکایانو ژوند له ګواښ سره مخ کېږي.»
دغه وزارت په امریکا کې د څو افغان وګړو نیول کېدا ته هم نغوته کړې او وایي؛ ځینې هغه کسان، چې د دغه پروګرام له لارې امریکا ته تللي وه، وروسته د جنایي جرمونو یا ملي امنیت اړوند تورونو په تړاو نیول شوي دي.
له دې سره د امریکا د کورني امنیت وزارت د ځانګړي پلټونکي دفتر په پخوانیو راپورونو کې هم له افغانستان څخه د لېږدول شویو کسانو په اړه د منفي معلوماتو د پېژندلو او ارزونې په بهیر کې له نیمګړتیاوو خبر ورکړ شوی و.
تازه خبرونه
تاجکستان افغانستان ته د برښنا د صادراتو د زیاتولو ډاډ څرګند کړ
د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس عبدالحق همکار او د تاجکستان د برښنا شرکت« برق تاجیک» رییس محمدعمر آسوزاده په دې لیدنه کې افغانستان ته د واردېدوونکې برښنا د زیاتوالي، د لېږد مزیو د پراختیا، د برښنا کیفیت او ولټاژ د ښهوالي او د پانګونې او تخنیکي همکاریو په اړه خبرې وکړې.
تاجکستان افغانستان ته د برښنا د صادراتو د کچې د زیاتولو لپاره خپل چمتووالی څرګند کړی او وایي، چې د ۵۰۰ کیلوولټ برښنا لېږد مزي د جوړولو پلان هم لري.
د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس عبدالحق همکار او د تاجکستان د برښنا شرکت« برق تاجیک» رییس محمدعمر آسوزاده په دې لیدنه کې افغانستان ته د واردېدوونکې برښنا د زیاتوالي، د لېږد مزیو د پراختیا، د برښنا کیفیت او ولټاژ د ښهوالي او د پانګونې او تخنیکي همکاریو په اړه خبرې وکړې.
دواړو لوریو پرېکړه کړې، چې تخنیکي او سوداګریز ټیمونه به خپلې خبرې روانې وساتي او د همکاریو د پراختیا لپاره به عملي پایلې ته ورسېږي.
-
تازه خبرونه4 days agoتاجکستان په افغانستان کې له سولې او ثبات څخه پر ملاتړ ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان بانک او د افغانستان نړیوال اعتباري بنسټ ترمنځ د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو
-
تازه خبرونه4 days agoپه نورستان کې د عملیاتو پر مهال ۲۸ وسلوال وژل شوي او ۳۲ نور ونیول شول
-
لوبی5 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ عمر ځواک هرات طوفان هرات ته ۰- ۱ ماتې ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoد جګړې د پای ته رسولو نوې هڅې؛ امریکا او ایران له منځګړو سره بېلابېل ولیدل
-
تازه خبرونه2 days agoد ملګرو ملتونو خبرداری؛ مالي کړکېچ ۸.۳ میلیون کډوال له مرستو بېبرخې کولی شي
-
نړۍ3 days agoد صربستان ولسمشر له پارلماني ټاکنو مخکې له دندې ګوښه شو
-
تازه خبرونه2 days agoامریکايي پلاوي د افغانستان جنګ په اړه له عاصم منیر سره ولیدل
