تازه خبرونه
اسلامي امارت په پاکستان کې د ښوونځي پر بس برید وغانده
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې اسلامي امارت د پاکستاني چارواکو هغه ادعاوې، چې دا ډول بریدونه افغانستان ته منسوبوي؛ ردوي.
د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ښوونځي پر بس، چې زدهکوونکي یې لېږدول؛ مرګونی برید غندلی او وایي، چې پر ماشومانو او ملکي وګړو بریدونه د توجیه وړ ندي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې اسلامي امارت د پاکستاني چارواکو هغه ادعاوې، چې دا ډول بریدونه افغانستان ته منسوبوي؛ ردوي.
هغه وایي: “پاکستاني چارواکي بايد افغانستان بې له کوم دليله د دې پېښو مسوول ونهګڼي. اسلامي امارت هیچا ته اجازه نهورکوي، چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکاروي. د داسې ادعاوو لپاره هیڅ ثبوت نشته.”
پاکستانيو چارواکو دا ادعا هم کړې، چې په دې برید کې د هند لاسپوڅي لاس لري؛ خو نوی ډیلي دا ادعا ردوي.
ویل کیږي، چې د بلوچستان ولایت په خضدار سیمه کې له پاکستاني پوځ سره تړلي د یوه ښوونځي زدهکوونکو پر بس په برید کې د درې ماشومانو په ګډون پېنځه کسان ووژل شول.