تازه خبرونه

اسلامي امارت په پاکستان کې له ښکېلو لوریو د زغم او همغږۍ غوښتنه وکړه

Published

on

Last Updated on: غویی ۲۱, ۱۴۰۲

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان له نیول کیدو وروسته په پاکستان کې د وروستيو لاریونونو او سیاسي حالاتو په اړه، چې په ځینو مواردو کې د تاوتریخوالي سبب شوي؛ خواشیني څرګنده کړې ده.

د افغانستان اسلامي امارت په پاکستان کې سیاسي ثبات د پاکستان د مسلمانانو  او د ټولې سیمې په ګټه بولي او له ښکېلو لوریو د زغم او همغږۍ هیله لري.

د بهرنیو چارو وزارت په روان وضعیت کې هلته د میشتو افغانانو د خوندیتوب په اړه خپلو استازولیو ته لازمې لارښوونې هم کړې دي.

دوه ورځې مخکې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان په اسلام‌آباد کې سترې محکمې ته د ننوتو پر مهال د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو لخوا ونیول شو، چې د فساد د تورونو په اړه محکمې ته حاضر شوی و.

له واکه د عمران خان له لرې کېدو راپدیخوا د هغه پر ضد په لسګونه محکمو کې مقدمې درج شوې دي.

امنیتي ځواکونو څو ځله هڅه وکړه، چې نوموړی په لاهور کې له کوره  ونیسي؛ خو پلویانو یې د هغه مخه ونیوله.

په همدې حال کې عمران خان هر ډول قانوني سرغړونې رد کړې دي.

په یوه ویدیوي پیغام کې، چې اسلام‌آباد ته د سفر پر مهال ثبت شوی او د پاکستان تحریک انصاف (PTI) لخوا له نیول کېدو مخکې خپور شوی؛ عمران خان ویلي، چې هغه د هر ډول درواغو د ردولو لپاره چمتو دی.

عمران خان وایي؛ ما ته له قضایي حکم سره راشئ؛ زما وکیلان به هلته وي… که تاسې غواړئ، چې ما زندان ته ولېږئ، زه دې ته چمتو یم.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مرستیال له خپلو پلویانو غوښتي، چې سړکونو ته راووځي.

په لاهور او پېښور کې هم د احتجاجونو راپورونه ورکړ شوي دي.

په مرکز اسلام‌آباد کې محکمې ته د پخواني لومړي وزیر د حاضرېدو لپاره له وړاندې امنیتي تدابیر سخت شوي وه.

 

Trending

Exit mobile version