تازه خبرونه

اسلامي امارت په ځینو لویدیځو هېوادونو کې د افغانستان د استازولیو قونسلي خدمات بې اعتباره اعلان کړل

د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د روان کال د جولای د دېشمې د اعلان له مخې؛ په امریکا، انګلستان، بلجیم، سویس، اتریش، فرانسه، ایټالیا، یونان، پولینډ، سویډن، ناروې، کاناډا، اسټرالیا، د جرمني د بن او برلین ښارونه کې د اداري فساد، د روڼتیا د نشتوالي او له مرکز سره د نه همغږۍ له کبله د افغانستان د سفارتونو قونسلي خدمتونه د اعتبار وړ نه دي. 

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت په ۱۴ لویدیځو هېوادونو کې د افغانستان د سفارتونو قونسلي خدمتونه باطل اعلان کړي او په دې اړه یې تازه وضاحت ورکړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د روان کال د جولای د دېشمې د اعلان له مخې؛ په امریکا، انګلستان، بلجیم، سویس، اتریش، فرانسه، ایټالیا، یونان، پولینډ، سویډن، ناروې، کاناډا، اسټرالیا، د جرمني د بن او برلین ښارونه کې د اداري فساد، د روڼتیا د نشتوالي او له مرکز سره د نه همغږۍ له کبله د افغانستان د سفارتونو قونسلي خدمتونه د اعتبار وړ نه دي. 

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې ناسمو خدماتو کې وثایق، تصادیق، د غیر مسوولیت پاڼې، د پاسپورټونو صادرول، د پاسپورټ نوي کولو سټیکر، د ویزې سټیکرونه او نور شامل دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په يادو هېوادونو کې د پاسپورټ د تمدید سټېکرونه باطل دي؛ خو هغه سټېکرونه، چې د جولای د دېرشمې د اعلاميې له صادرېدو مخکې لګول شوي وي او افغانستان يا کوم درېيم هېواد ته د تګ او د ننوتلو او وتلو ټاپه ولري؛ د منلو وړ دي.

همدارنګه د یادې اعلامیې له خپرېدو وروسته په یادو هېوادونو کې ټولې صادرې شوې ویزې باطلې دي.

د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې؛ هغه وګړي، چې له یادو ادارو څخه یې د افغانستان ویزې اخیستي او اوس په افغانستان کې دي؛ کولی شي د ویزې د وخت له مخې په افغانستان کې پاتې شي؛ خو له هېواده له وتلو وروسته بیا پر همدې ویزه افغانستان ته سفر نشي کولی.

Trending

Exit mobile version