تازه خبرونه
اسلامي امارت په چین کې د یوه کمربند او یوې لارې په ناسته کې ګډون کوي
رویترز خبري اژانس راپور ورکړی؛ اسلامي امارت به روانه اوونۍ د چین د یوه کمربند او یوې لارې په ناسته کې ګډون وکړي، چې دا د بیجینګ او افغانستان ترمنځ د اړیکو د پراخیدو ښکارندويي کوي.
د اسلامي امارت چارواکو او وزیرانو د افغانستان په اړه په سیمهییزو غونډو کې ګډون کړی؛ خو د یوه کمربند او یوې لارې ناسته یوه له هغو سترو څو اړخیزو ناستو ده، چې اسلامي امارت ته په کې د ګډون بلنه ورکړ شوې ده.
دغه سرمشريزه به د سې شنبې او چارشنبې په ورځو کې د ولسمشر شي جينپينګ د نړيوال بنسټيزو تاسيساتو او انرژۍ د نوښت د لسمې کليزې په مناسبت په بېجينګ کې تر سره شي، چې د ورېښمو لار د نړيوالې سوداګرۍ بيا خوندي کوي.
د افغانستان د صنايعو او سوداګرۍ وزارت وياند اخوندزاده عبدالسلام جواد رويترز اژانس ته ويلي، چې د دغه وزارت چارسمبالی نورالدين عزيزي به په راتلونکیو ورځو کې بېجينګ ته ولاړ شي.
نوموړي زیاته کړې، چې نورالدین عزیزي به په دغه سفر کې لویو پانګوالو ته د راتګ بلنه ورکړي.
اخوندزاده ویلي، چې نورالدین عزیزي به په بیجینګ کې له چین سره د مستقیم لاسرسي لپاره د واخان دهلیز له لارې د سړک د جوړولو د پلان په اړه خبرو ته دوام ورکړي.
د چین، اسلامي امارت او پاکستان چارواکو د می په میاشت کې اعلان وکړ، چې دوی غواړي د یوه کمربند او یوې لارې په پروژه کې افغانستان هم شامل کړي او د چین – پاکستان اقتصادي دهلیز افغانستان ته پراخه کړي.