تازه خبرونه
اسلامي امارت ۸۲ اتیا زره روږدي کسان راټول کړي او د ۲۸ زره نورو درملنه شوې
د افغانستان د عامې روغتیا او کورنیو چارو وزارتونو او کابل ښاروالۍ ویاندویانو ويلي، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ راپدیخوا ۸۲ اتیا زره پر نشهيي توکو روږدې کسان راټول شوي، چې د ۲۸ زره هغو درملنه یې کړې ده.
د کورنیو چارو، عامې روغتیا وزارتونو او کابل ښاروالۍ ویاندویانو د سې شنبې پر ورځ د کب دوهیمه په کابل کې له نشهیي توکو سره د مبارزې، د روږدو کسانو د راټولولو او درملنې په اړه د اسلامي امارت لاسته راوړنې په یوه خبري کنفرانس کې له خبریالانو سره شریکې کړې.
د کورنيو چارو وزارت وياند عبدالنافع ټکور ويلي؛ د نشه يي توکو د کر او توليد د کچې معلومولو لپاره يې يوه سروې پيل کړې او هيچا ته به د نشهيي توکو د کښت او توليد اجازه ورنهکړي.
نوموړی وایي، چې په هېواد کې يې د نشهيي توکو د کښت، توليد، قاچاق، پېر او پلور د کچې د معلومولو لپاره یوه سروې پیل کړې او هیچا ته به د نشه يي توکو د کښت اجازه ورنهکړي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په دې خبري غونډه کې وویل، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ را پدیخوا پر نشهیي توکو له روږدو۸۲ زره کسانو څخه د ۲۸ زره کسانو درملنه شوې. همدا اوس په هېواد کې د روږدو د درملنې ۶۰ مرکزونه فعال دي، چې ۲۵۰۰ داکتران پر نشهیي توکو د روږدو کسانودرملنه کوي.
د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې ۸۹ زره ماشومان او ښځې پر نشهيي توکو روږدي دي.
د دغه وزارت ویاند زیاتوي، چې اوسمهال په ټول هېواد کې د درملنې په ۶۰ مرکزونو کې زرګونه روږدي کسان تر درملنې لاندې دي.
کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزي هم ويلي، چې په کابل کې یې پر نشهيي توکو د روږدو کسانو تر ټولو ستر مرکز پاک کړ.
نوموړي پلسوخته ته په نغوته کې ویلي، چې اوس یې بیا رغولی او بڼه یې ور بدله کړې ده.
د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې؛ له پلسوخته یې ۳۷۵ زره متریک ټنه کثافات ایستلي دي.
د امنیتي بنسټونو د څرګندونو له مخې، چې په هېواد او په ځانګړي توګه په کابل کې به د نشهيي توکو د پلور او کارونې مخه ونیسي.
تازه خبرونه
په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعامالله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.
د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو لهخوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.
هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوسمهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.
تازه خبرونه
پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوهیمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.
نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بېپیلوټه الوتکې اوښتې دي.
د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.
تازه خبرونه
پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
نن پنجشنبه( د تلې دوهیمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نهدي.
د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.
-
تازه خبرونه5 days agoد روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoایران او امریکا له میاشتو وروسته پر لوړه کچه لومړنۍ خبرې وکړې
-
نړۍ5 days agoد امریکا لویو ټلویزیوني شبکو د ټرمپ د پروګرامونو تلویزیوني پوښښ ودراوه
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستان هوایي بریدونه به بېځوابه پاتې نهشي – د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت
-
لوبی5 days agoافغان لوبڅار د سوکوهنې په نړیواله ننداره کې د ګډون لپاره چین ته تللی
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد امریکا د نویو بندیزونو له کبله ایراني هوايي شرکتونو ځینې الوتنې لغوه کړې
-
تازه خبرونه3 days agoپه واخان دهلیز کې« د ورېښمو لارې» د سړک جوړولو چارې بشپړې شوې
-
نړۍ4 days agoیا له ایران سره هوکړه کوو یا به اسلامي جمهوریت« له منځه وړو» – ټرمپ

