تازه خبرونه

اسلامي شریعت اول پخپل ځان او بیا پر نورو تطبیق کړئ – مولوي هبة‌ﷲ آخوندزاده

مولوي هبة‌ﷲ آخوندزاده زیاته کړې: د عبادت او قربانۍ دا ورځې په داسې حال کې لمانځو، چې له شرعي نظام او سرتاسري امن څخه د مسلمانانو د دعاوو له کبله برخمن یوو؛ نو پکار دي، چې له موجوده فرصت څخه ښه استفاده وکړو.

Published

on

د اسلامي امارت رهبر مولوي هبة‌ﷲ آخوندزاده د نېکمرغه لوی اختر د مبارکۍ په پیغام کې له عالمانو، متنفذینو، سوداګرو، صنعتکارانو، امنیتي او ملکي کارکوونکو، د مدرسو طالب العلمانو، د پوهنتونونو محصلینو او د ښوونځیو زده‌کوونکي څخه وغوښتل، چې اسلامي شریعت اول پخپل ځان او بیا پر نورو تطبیق کړئ.

مولوي هبة‌ﷲ آخوندزاده زیاته کړې: د عبادت او قربانۍ دا ورځې په داسې حال کې لمانځو، چې له شرعي نظام او سرتاسري امن څخه د مسلمانانو د دعاوو له کبله برخمن یوو؛ نو پکار دي، چې له موجوده فرصت څخه ښه استفاده وکړو.

مولوي هبة‌الله آخوندزاده په خپل اختریز پیغام کې له عالمانو وغوښتل، چې د شرعي نظام د پرمختګ او کامیابۍ لپاره خپل اتفاق او اتحاد نور هم تقویه کړو او هر مسوول خپل مسوولیت ته متوجه شي؛ غفلت ونکړي، خپل وظائف پخپل وخت سر ته ورسوي، یو له بل سره همغږي وکړي، یو د بل په کارونو کې مداخله ونکړي.

هغه ویلي، چې د هېواد متنفذین او د خلکو مشران مسوولیت لري، چې پخپل استقامت د شرعي حکمونه په جامعه کې نافذ کړي، د خلكو حقوق خپلو حقدارانو ته ورسوي او هر شی پخپل ځای وکاروي؛ ځکه که دوی له دین کاږه شي دا ټول شرعي نظام او امن به له منځه ولاړ شي.

‎مولوي هبة‌الله آخوندزاده د شریعت په پلي کولو کې د امامانو او مشرانو د مسوولیت په اړه ویلي؛ مشران او مخور باید د شرعي نظام، خلکو او وطن په ګټه دريځ ولري؛ پخپلو تحلیلونو، څېړنو، ویناوو، لیکنو او توصیو کې د خلکو ښه ذهن سازي وکړي، په ټولنه کې د اتفاق او وحدت ساتلو او د فتنو او فساد د مخنیوي لپاره جدي مبارزه وکړي.

د اسلامي امارت رهبر د محاکمو قضاتو او مسوولینو ته سپارښتنه کړې، چې د خپل مسوولیت له مخې د خلکو د حقه حقوقو په ترلاسه کولو او د منازعاتو د حل په برخه کې ډېر جدي وي او په قضاوت کې د قوي کس او ضعیف تر منځ توپير ونکړي؛ په حدودو کې دې د مجرم شخصیت ته نه‌ګوري؛ بلکې جرم ته دې وګوري، د مظلوم دفاع دې وکړي، د ظالم مخنیوی دې وکړي او د خلکو د قضیو په حل کې دې له ځنډ او خنډ پرته کوښښ وکړي.

دغه رازهغه د ارشاد، حج او اوقافو، امربالمعروف او نهی عن المنکر، پوهنې او لوړو زده‌کړو وزارتونو پر هڅو د ټینګار تر څنګ ویلي، چې له عالمانو او متنفذینو سره دې یو ځای د خلکو د دعوت، نېکو اعمالو د ترویج او د خپلو مسوولیتونو په دایره کې د شرعي نظام لور ته د خلکو بلنې کار ګړندی کړي او په دې برخه کې خپل ټول توان وکاروي.

نوموړي له سوداګرو او صنعتکارانو وغوښتل، چې د هېواد د ځان‌بسیاینې لپاره هڅې وکړي او افغانستان د نورو له احتیاجه وژغوري.

مولوي هبة‌الله اخوندزاده په دې اړه زیاته کړې: که مونږ د استقلال او آزادۍ ساتنه او د هر ډول تهدید پر وړاندې درېدل غواړو؛ نو په اوس زمانه کې دا شیان ټول پر امکاناتو او اقتصاد پورې اړه لري او د اقتصاد تقویه بیا د تجارت او صنعت تر ودې پورې اړه لري. راځئ په ګډه د هېواد د جوړېدو او په پښو درېدو په کار کې ونډه واخلو.

هغه د اسلامي امارت له اړوند اقتصادي ارګانونو و غوښتل، چې د خپلو سوداګرو او صنعتکارانو ډېر ملاتړ وکړي؛ هغوی ته ښه زمینه مساعده او له پرمختګ سره یې مرسته وکړي.

 دغه راز نوموړي په خپل پیغام کې ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت د مهاجرینو وزارت او نور اړوند ارګانونه او په ولایتونو کې ټول والیان باید د راستنېدونکو مهاجرینو ښه خدمت وکړي، هغوی ځای پرځای کړي او د حمل او نقل په برخه کې تر وسه – وسه ورسره همکاري وکړي.

همدارنګه د اسلامي امارت له امنیتي او ملکي کارکوونکي وغوښتل شول، چې خپلو کارونو ته ښه او جدي پاملرنه وکړي؛ د یو بل په کارونو کې له مداخلې څخه ځانونه وساتي، چې د ګډوډۍ، بې اعتمادۍ او خفګان سبب نشي. د خلکو خدمت کول عبادت دی اوغفلت په کې عذر نلري.

نوموړي ویلي: د امیر د فرمانونو او حکمونو اطاعت لازم او واجب دی؛ باید ټول یې مراعات کړي او ټول د اطاعت په چوکاټ کي پر مخ ولاړ شي.

دغه راز پر بشپړ ټینګار ویل شوي، چې د مدرسو طالب العلمان، د پوهنتونونو محصلین او د مکاتبو زده‌کوونکي ټول باید خپلو- خپلو درسونو او مسوولیتونو ته متوجه شي؛ د استاذانو، کتابونو او علم احترام وساتي او ورته د رامنځته شوي فرصت قدر وکړي او ښه ګټه ترې پورته کړي.

د اسلامي امارت رهبر «د فلسطين په غزه او نورو سیمو کې پر مېرمنو، ماشومانو او مظلومو مسلمانانو د صیهونستانو بریدونه او ظلمونه لوی انساني جنایت او سخت ظلم بللی او وایي؛ اسلامي امارت د فلسطین له مظلومو خلکو څخه یوځل بیا خپل ملاتړ اعلانوي، د فلسطین پر خلکو هر ډول ظلم او زور زیاتی په کلکه غندي او د عاجل بندېدو غوښتنه یې کوي.

د اسلامي امارت مشر د هغو ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو په اړه څه ندي ویلي، چې له شاوخوا څلورو کلونو راپدېخوا د نجونو پر مخ تړل شوي دي.

Trending

Exit mobile version