تازه خبرونه
اسلامي شریعت اول پخپل ځان او بیا پر نورو تطبیق کړئ – مولوي هبةﷲ آخوندزاده
مولوي هبةﷲ آخوندزاده زیاته کړې: د عبادت او قربانۍ دا ورځې په داسې حال کې لمانځو، چې له شرعي نظام او سرتاسري امن څخه د مسلمانانو د دعاوو له کبله برخمن یوو؛ نو پکار دي، چې له موجوده فرصت څخه ښه استفاده وکړو.
د اسلامي امارت رهبر مولوي هبةﷲ آخوندزاده د نېکمرغه لوی اختر د مبارکۍ په پیغام کې له عالمانو، متنفذینو، سوداګرو، صنعتکارانو، امنیتي او ملکي کارکوونکو، د مدرسو طالب العلمانو، د پوهنتونونو محصلینو او د ښوونځیو زدهکوونکي څخه وغوښتل، چې اسلامي شریعت اول پخپل ځان او بیا پر نورو تطبیق کړئ.
مولوي هبةﷲ آخوندزاده زیاته کړې: د عبادت او قربانۍ دا ورځې په داسې حال کې لمانځو، چې له شرعي نظام او سرتاسري امن څخه د مسلمانانو د دعاوو له کبله برخمن یوو؛ نو پکار دي، چې له موجوده فرصت څخه ښه استفاده وکړو.
مولوي هبةالله آخوندزاده په خپل اختریز پیغام کې له عالمانو وغوښتل، چې د شرعي نظام د پرمختګ او کامیابۍ لپاره خپل اتفاق او اتحاد نور هم تقویه کړو او هر مسوول خپل مسوولیت ته متوجه شي؛ غفلت ونکړي، خپل وظائف پخپل وخت سر ته ورسوي، یو له بل سره همغږي وکړي، یو د بل په کارونو کې مداخله ونکړي.
هغه ویلي، چې د هېواد متنفذین او د خلکو مشران مسوولیت لري، چې پخپل استقامت د شرعي حکمونه په جامعه کې نافذ کړي، د خلكو حقوق خپلو حقدارانو ته ورسوي او هر شی پخپل ځای وکاروي؛ ځکه که دوی له دین کاږه شي دا ټول شرعي نظام او امن به له منځه ولاړ شي.
مولوي هبةالله آخوندزاده د شریعت په پلي کولو کې د امامانو او مشرانو د مسوولیت په اړه ویلي؛ مشران او مخور باید د شرعي نظام، خلکو او وطن په ګټه دريځ ولري؛ پخپلو تحلیلونو، څېړنو، ویناوو، لیکنو او توصیو کې د خلکو ښه ذهن سازي وکړي، په ټولنه کې د اتفاق او وحدت ساتلو او د فتنو او فساد د مخنیوي لپاره جدي مبارزه وکړي.
د اسلامي امارت رهبر د محاکمو قضاتو او مسوولینو ته سپارښتنه کړې، چې د خپل مسوولیت له مخې د خلکو د حقه حقوقو په ترلاسه کولو او د منازعاتو د حل په برخه کې ډېر جدي وي او په قضاوت کې د قوي کس او ضعیف تر منځ توپير ونکړي؛ په حدودو کې دې د مجرم شخصیت ته نهګوري؛ بلکې جرم ته دې وګوري، د مظلوم دفاع دې وکړي، د ظالم مخنیوی دې وکړي او د خلکو د قضیو په حل کې دې له ځنډ او خنډ پرته کوښښ وکړي.
دغه رازهغه د ارشاد، حج او اوقافو، امربالمعروف او نهی عن المنکر، پوهنې او لوړو زدهکړو وزارتونو پر هڅو د ټینګار تر څنګ ویلي، چې له عالمانو او متنفذینو سره دې یو ځای د خلکو د دعوت، نېکو اعمالو د ترویج او د خپلو مسوولیتونو په دایره کې د شرعي نظام لور ته د خلکو بلنې کار ګړندی کړي او په دې برخه کې خپل ټول توان وکاروي.
نوموړي له سوداګرو او صنعتکارانو وغوښتل، چې د هېواد د ځانبسیاینې لپاره هڅې وکړي او افغانستان د نورو له احتیاجه وژغوري.
مولوي هبةالله اخوندزاده په دې اړه زیاته کړې: که مونږ د استقلال او آزادۍ ساتنه او د هر ډول تهدید پر وړاندې درېدل غواړو؛ نو په اوس زمانه کې دا شیان ټول پر امکاناتو او اقتصاد پورې اړه لري او د اقتصاد تقویه بیا د تجارت او صنعت تر ودې پورې اړه لري. راځئ په ګډه د هېواد د جوړېدو او په پښو درېدو په کار کې ونډه واخلو.
هغه د اسلامي امارت له اړوند اقتصادي ارګانونو و غوښتل، چې د خپلو سوداګرو او صنعتکارانو ډېر ملاتړ وکړي؛ هغوی ته ښه زمینه مساعده او له پرمختګ سره یې مرسته وکړي.
دغه راز نوموړي په خپل پیغام کې ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت د مهاجرینو وزارت او نور اړوند ارګانونه او په ولایتونو کې ټول والیان باید د راستنېدونکو مهاجرینو ښه خدمت وکړي، هغوی ځای پرځای کړي او د حمل او نقل په برخه کې تر وسه – وسه ورسره همکاري وکړي.
همدارنګه د اسلامي امارت له امنیتي او ملکي کارکوونکي وغوښتل شول، چې خپلو کارونو ته ښه او جدي پاملرنه وکړي؛ د یو بل په کارونو کې له مداخلې څخه ځانونه وساتي، چې د ګډوډۍ، بې اعتمادۍ او خفګان سبب نشي. د خلکو خدمت کول عبادت دی اوغفلت په کې عذر نلري.
نوموړي ویلي: د امیر د فرمانونو او حکمونو اطاعت لازم او واجب دی؛ باید ټول یې مراعات کړي او ټول د اطاعت په چوکاټ کي پر مخ ولاړ شي.
دغه راز پر بشپړ ټینګار ویل شوي، چې د مدرسو طالب العلمان، د پوهنتونونو محصلین او د مکاتبو زدهکوونکي ټول باید خپلو- خپلو درسونو او مسوولیتونو ته متوجه شي؛ د استاذانو، کتابونو او علم احترام وساتي او ورته د رامنځته شوي فرصت قدر وکړي او ښه ګټه ترې پورته کړي.
د اسلامي امارت رهبر «د فلسطين په غزه او نورو سیمو کې پر مېرمنو، ماشومانو او مظلومو مسلمانانو د صیهونستانو بریدونه او ظلمونه لوی انساني جنایت او سخت ظلم بللی او وایي؛ اسلامي امارت د فلسطین له مظلومو خلکو څخه یوځل بیا خپل ملاتړ اعلانوي، د فلسطین پر خلکو هر ډول ظلم او زور زیاتی په کلکه غندي او د عاجل بندېدو غوښتنه یې کوي.
د اسلامي امارت مشر د هغو ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو په اړه څه ندي ویلي، چې له شاوخوا څلورو کلونو راپدېخوا د نجونو پر مخ تړل شوي دي.
تازه خبرونه
د قزاقستان ولسمشر د منځنۍ آسیا او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیمهییز مرکز د جوړولو قانون توشیح کړ
دا قانون د چارشنبې پر ورځ لاسلیک شوی او د قزاقستان د حکومت او ملګرو ملتونو ترمنځ هغه هوکړهلیک تصویبوي، چې د ملګرو ملتونو د لومړي سیمهییز مرکز د فعالیت د پیل لپاره لار هواروي.
د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایوف پر رسمي بڼه په الماتا کې د منځنۍ آسیا او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پرلهپسې پراختیایي اهدافو سیمهییز مرکز د جوړولو قانون تائید کړ.
دا قانون د چارشنبې پر ورځ لاسلیک شوی او د قزاقستان د حکومت او ملګرو ملتونو ترمنځ هغه هوکړهلیک تصویبوي، چې د ملګرو ملتونو د لومړي سیمهییز مرکز د فعالیت د پیل لپاره لار هواروي.
د قزاقستان د ولسمشرۍ دفتر ویلي، چې دا مرکز به د تلپاتې پراختیا د هڅولو، د سیمهییزو همکاریو د پیاوړتیا او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرامونو د پلي کولو لپاره په مرکزي آسیا او افغانستان کې کار کوي.
د جون پر یوولسمه د دې لایحې د معرفي کولو پر مهال د قزاقستان د سنا غړې بي بيګل ژیکسانبای دا مرکز د خپل هېواد لپاره سټراټیژیک اهمیت وباله او څرګندوي، چې په الماتا کې د هغې جوړول به د نړیوال ډیپلوماټیک او سوداګریز مرکز په توګه د ښار موقعیت نور هم پیاوړی کړي.
هغې زیاته کړې، چې دا اقدام به د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د قزاقستان د ملي لومړیتوبونو د وړاندې کولو فرصتونه زیات کړي، د قزاقستاني متخصصانو حضور به په نړیوالو بنسټونو کې لوړ کړي او د هغوی د مسلکي وړتیاوو د لوړولو لپاره به مرسته وکړي.
د دې هوکړهلیک له مخې، قزاقستان ژمنه کړې، چې له ۲۰۲۵ څخه تر ۲۰۲۹ کلونو پورې به هر کال درې میلیون ډالر داوطلبانه دې مرکز ته ځانګړي کړي. دا بودجه به د عصري تجهیزاتو، معلوماتي ټکنالوژۍ بېخبناوو، د اړیکو سیسټمونو او د مرکز د عملیاتي لګښتونو لپاره ولګول شي.
تازه خبرونه
افغانستان سولې ته رسېدلی، اوس اقتصادي پرمختګ ته اړتیا لري – ذبیحالله مجاهد
مجاهد ویلي: «په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ شوی او خلک له جګړې، بېوزلۍ، اختلافونو او نښتو ژغورل شوي دي. پیاوړي امنیتي ځواکونه لرو، چې د هېواد ثبات ساتلی شي. اوس اړتیا ده، چې د افغانستان اقتصاد پخپلو پښو ودرېږي او د پام وړ پرمختګ وکړي.»
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د افغانستان لپاره د ټولګډوږنه سیاسي بهیر د پیل په اړه د اروپايي ټولنې د ټینګار په غبرګون کې ویلي، چې په هېواد کې سوله او ثبات ټینګ شوی او اوس د افغانستان لومړیتوب اقتصادي هوساینه او پرمختګ دی.
مجاهد ویلي: «په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ شوی او خلک له جګړې، بېوزلۍ، اختلافونو او نښتو ژغورل شوي دي. پیاوړي امنیتي ځواکونه لرو، چې د هېواد ثبات ساتلی شي. اوس اړتیا ده، چې د افغانستان اقتصاد پخپلو پښو ودرېږي او د پام وړ پرمختګ وکړي.»
د اسلامي امارت ویاند له نړۍوالو هېوادونو هم غوښتي، چې د افغانستان په اړه د اندېښنو پر ځای له دغه هېواد سره خپلې اړیکې او تعاملات پراخ کړي.
هغه زیاته کړې:« مونږ هیله لرو، چې نور هېوادونه د افغانستان په اړه اندېښنه ونهلري او له افغانستان سره د خپلو اړیکو او تعاملاتو د پراخولو په اړه غور وکړي.»
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې اروپايي ټولنې په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډې ته یو ځل بیا په افغانستان کې د ټولګدونه سیاسي بهیر پر پیل ټینګار کړی او هغه یې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره اړین بللی دی.
د اروپايي ټولنې استازولۍ همداراز د بشري مرستو د بېخنډه رسېدا او د دغو مرستو د وېش په بهیر کې د ښځو د ونډې د تضمین غوښتنه کړې ده.
اسلامي امارت تل د ټولګډونه سیاسي بهیر موضوع د افغانستان کورنۍ مسئله بللې او ټینګار یې کړی، چې نور هېوادونه باید په دې برخه کې لاسوهنه ونهکړي.
تازه خبرونه
متقي او ډیکارلو د بشري مرستو پر اغېزمنتیا خبرې وکړې
د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوېخبرپاڼې له مخې، په دې خبرو کې اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو او د مرستو د بهیر د اغېزمنتیا په اړه بحث او خبرې شوې دي.
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په سیاسي او د سولې د ټینګښت په چارو کې د ملګرو ملتونو له مرستیالې روزمیري ډیکارلو سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوېخبرپاڼې له مخې، په دې خبرو کې اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو او د مرستو د بهیر د اغېزمنتیا په اړه بحث او خبرې شوې دي.
روزمیري ډیکارلو د بشري فعالیتونو لپاره د اسلامي امارت د آسانتیاوو او همکاریو له آسانتیاوو ستاینه وکړه او څرګندوي، چې دغه آسانتیاوې د مرستو د اغېزمن او پر وخت رسېدو لپاره مهمې دي.
هغې همداراز د یوناما اړوند د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات شریک کړل او په افغانستان کې یې د ملګرو ملتونو د روانو فعالیتونو په اړه توضیحات وړاندې کړل.
ویل کیږي، چې دواړو لوریو د متقابل تفاهم، رغنده تعامل او همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
-
نړۍ4 days agoپه فرانسه کې د جي۷ سرمشریزه د امریکا او ایران د هوکړې له اعلان سره هممهاله ترسره شوه
-
سوداگري4 days agoد امریکا او ایران له هوکړې وروسته د سرو زرو بیه لوړه شوه
-
تازه خبرونه2 days agoافغانستان او پاکستان دې د کړکېچونو له زیاتېدا ډډه وکړي – بریټانیا
-
تازه خبرونه4 days agoد ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوناما ماموریت یو کال وغځاوه
-
تازه خبرونه5 days agoد ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د اغزنې کټارې لګول پر ځای کړنه وه – شهباز شریف
-
International Sports2 days agoفرانسې سنګال ته ۳–۱ ماتې ورکړه؛ امباپي د ګولوهنې ملي ریکارډ جوړ کړ
-
سوداگري2 days agoډېرو مرکزي بانکونو د سرو زرو زېرمه کولو ته مخه کړې
-
لوبی4 days agoد افغانستان اتلانو لیګ شپږم پړاو د اګست پر نولسمه په کابل کې پیلېږي
