تازه خبرونه

اسلامي نړۍ دې په نظام جوړونه کې له افغانستان سره مرسته وکړي – محمد خالد الحنفي

Published

on

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت چارسمبالي محمد خالد الحنفي د اسلامي همکاریو ټولنې له پلاوي سره په کتنه کې ویلي، په افغانستان کې نظام جوړونه د نړۍ د ټولو مسلمانانو مسوولیت دی.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې محمد خالد الحنفي څرګنده کړې، که څه هم دوی ټول له بېلابېلو هېوادونو څخه دي؛ خو زړونه یې یو او د وروڼو حیثیت لري.

هغه ویلي، چې اوس اسلامي امارت د نظام جوړولو مسوولیت لري او ټول مسلمانان باید په دې برخه کې همکاري وکړي.

نوموړي دا ټینګار هم کړی، چې په افغانستان کې د منکراتو مخه په ښه توګه نیول شوې او د دغه هېواد خلک لکه د جهاد د مهال په هره برخه کې همکاري کوي.

هغه د عالمانو له پلاوي وغوښتل، چې د افغانستان واقعي انځور خپلو هېوادونو ته وړاندې کړي.

په دغه ناسته کې د اسلامي همکاریو سازمان مرستيال داکتر طارق بخيت، لوړپوړیو غړیو، د مدني حرم د حدیثو استادانو، د بحرين، اردن، ماليزيا، اندونيزيا، ګينيا او د اسلامي نړۍ د نورو هېوادونو مخورو او مشهورو علماء کرامو، د نړیوالې اسلامي فقهې نړيوالې اکادمۍ غړیو ګډون درلود.

د خبرپاڼې له مخې؛ د اسلامي نړۍ عالمانو په دغه ناسته کې د افغانستان روان وضعیت یو ښه فرصت وباله او څرګندوي؛ د ویاړ ځای دی، چې په دې هېواد کې د امر المعروف او نهی عن المنکر او د شکایتونو د اورېدلو وزارت شته، چې د دین یوه مهمه برخه ده.

Trending

Exit mobile version