تازه خبرونه
اسلامي همکاریو ټولنې پر زړه د سوريو ماشومانو عملیاتي لګښتونه ومنل- نورجلال جلالي
د عامې روغتیا وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، نورجلال جلالي د اسلامي همکاریو ټولنې د سرمنشي له مرستیال سفیر طارق علي بخیت او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې لیدلي دي.
د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي ويلي، د اسلامي همکاریو ټولنې له پلاوي سره یې د افغانستان د روغتیايي نظام د اړتیاوو، د ساري ناروغیو د مخنیوي او د اسلامي هېوادونو ترمنځ د روغتیا په برخه کې د همغږۍ او همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.
د عامې روغتیا وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، نورجلال جلالي د اسلامي همکاریو ټولنې د سرمنشي له مرستیال سفیر طارق علي بخیت او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې لیدلي دي.
په دې لیدنه کې جلالي د ولسوالیو پر کچه روغتونونو ته د اړینو تجهیزاتو د برابرولو، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او د روغتیا په برخه کې له اسلامي هېوادونو سره د هوکړهلیکونو د لاسلیک لپاره د زمینې برابرولو غوښتنې او وړاندیزونه یاد پلاوي ته وړاندې کړي دي.
دغه راز نوموړي د سرطان او زړه ناروغیو د درملنې، روغتونونو ته د اړینو تجهیزاتو د برابرولو، د زړه پر سوري ناروغۍ د اخته ماشومانو د جراحي عملیاتو او په دې برخه کې د مالي ملاتړ په اړه خبرې کړې دي.
د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي په یادو برخو کې د پرلهپسې همکارۍ ډاډ ورکړی او څرګندوي، چې هڅه به وکړي د روغتیا په برخو کې د هر اړخیزې همغږۍ او همکاریو زمینه برابره کړي.
د اسلامي همکاریو ټولنې د سرمنشي مرستیال سفیر طارق علي بخیت ویلي، چې د زړه له ستونزو سره د مخ یو شمېر ماشومانو د جراحي عملیاتو لګښتونه به پر غاړه واخلي.