Connect with us

تازه خبرونه

اسلام آباد په افغانستان کې د لنډ مهالي حکومت جوړیدل د روان کړکیچ حل لار ګڼي

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د پاکستان لومړي وزیر ویلي، چې د افغانستان د ستونزې حل د لنډمهالي حکومت په جوړیدو کې دی او افغان حکومت د سولې د روانو خبرو د ګډوډولو هڅه کوي.

پاکستان د افغان حکومت له لوري له کلونو راپدیخوا د افغانستان په کورنیو چارو کې پر لاسوهنه تورن شوی؛ خو د دغه حکومت لومړي وزیر عمران خان یو ځل بیا داسې څرکندونې کړي، چې د افغان چارواکو غبرګون یې بیا را پارولی دی.

د اجرائيه ریاست ویاند مجیب رحمان رحیمي وایي؛ د افغانستان کورنۍ مسلې له مونږ سره تړاو لري او هیڅ هېواد حق نلري، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي؛ ځکه د سولې په خبرو کې ستر خنډ پخپله طالبان دي.   

په کور د ننه هغه سیاستوال، چې د غبرګولي له لومړۍ نېټې  وروسته د لنډمهالي حکومت له جوړښت سره همغږي دي او یا غواړي، چې حکومت د یو سرپرست لخوا اداره شي؛ هم د عمران خان څرګندونې بیځایه ګني.

د افغانستان د اسلامي نهضت ګوند ريیس سید اسحاق ګیلاني وایي، چې د افغانستان اکثریت د لنډمهاله حکومت غوښتونکي دي. د دې لپاره، چې د غبرګولي پر لومړۍ د ښاغلي غني واک پای ته رسیږي؛ ځکه، نو له دغې نېټې وروسته څوک زمونږ د لارښوونې اجازه نلري.  

دغه راز د ولسمشر غني د ټاکنیزې ډلې لومړي مرستیال امرالله صالح او د ولسمشریزو ټاکنو نوماند رحمت الله نبیل هم په بېلابېلو تویتونو کې د عمران خان څرګندونو ته تند غبرګون ښودلی او غندلی یې دی.

امرالله صالح بیا یو څو ګامه وړاندې تللی او په مزارشریف کې د لنډ مهالي حکومت په اړه د حنیف اتمر او د عمران خان څرګندونو ته د شک په سترګه ګوري.

د حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټاکنیزې ډلې د یوې اعلاميې په خپرولو څرګنده کړې، چې عمران خان لدې څرګندونو سره ټول ديپلوماتیک نورمونه تر پښو لاندې کړي دي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم له پاکستان غوښتي، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونکړي.

د پوهنتون استاد نصر الله ستانکزی وایي، چې دغه څرګندونې د یو هېواد په کورنیو چارو کې ښکاره او بشپړه لاسونه ګڼل کیږي؛ ځکه، چې امریکا هغه د لوی لاس لرونکی کړی دی.   

سیاسي کارپوه خان اقا رضايي وایي، چې پاکستان د سولې لپاره د ډاډ وړ کړنې تر سره کولی شي؛ خو اجازه نه ورکوو، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي او په دې اړه پرېکړې وکړي. دا د افغانستان خلک دي، چې د خپل برخلیک په اړه پرېکړه وکړي.   

لدې مخکې هم د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په قبایلي سیمو کې د باجوړ خلکو ته د خبرو پر مهال ویلي وه، چې په افغانستان کې نوی حکومت د جوړیدو په حال کې دی. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هغه وخت په کابل کې د اسلام اباد مستشار احضار کړی و.

خبریال:علي اصغري

 

تازه خبرونه

د افغانستان او قرغزستان وزیرانو د اقتصادي پراختیا غوښتنه وکړه

په دې ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزیر د قرغزستان پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ کابل ته د بلنې له منلو او سفر ستاینه وکړه.

Published

on

په کابل کې د یوې ناستې پر مهال د افغانستان اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د قرغزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر بکیت صدیکوف پر اقتصادي او سوداګریزې پراختیا بحث او خبرې کړې دي.

په دې ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزیر د قرغزستان پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ کابل ته د بلنې له منلو او سفر ستاینه وکړه.

د ناستې په بهیر کې دواړو خواوو د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د شته ظرفیتونو له په پام کې نیولو سره پر سوداګریز حجم زیاتولو، ځانګړو صادراتي توکو نښه کولو،  ټرانزیټي پراختیا او د ټرانزیټي تړونونو پای ته رسولو، بهرنیو او ګډو پانګونو راجلبولو، نندارتونونو، کنفرانسونو او سوداګریزو غونډو جوړولو او د ګډ کاري ګروپ منظم غونډو ترسره کولو بحث وکړ او خپل اندونه یې تبادله کړل.

د دواړو هېوادونو وزیرانو د پخوانیو هوکړه‌لیکونو پر پلي کولو؛ په ځانګړي توګه د افغانستان اسلامي امارت او قرغزستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو لپاره د لارې نقشه، چې افغان پلاوي د قرغزستان د سفر په لړ کې لاسلیک کړي؛ ټینګار وکړ.

دا غونډه د افغانستان او قرغزستان ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او پانګونې همکاریو د پراخولو او د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره ترسره شوه.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغان کډوالو جبري ستنېدا دې ودرول شي

د بشري حقونو بنسټ د سې‌شنبې پر ورځ( د لیندۍ پېنځه‌ویشتمه ) په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې په ۲۰۲۵ کال کې میلیونونه افغان وګړي په غیرقانوني ډول له بېلابېلو هېوادونو څخه د پاکستان، ایران، ترکیې او جرمني په ګډون ایستل شوي دي.

Published

on

د بښنې نړیوالې ټولنې د بشري حقونو د اندېښنو له مخې د نړۍ له مشرانو غوښتي، چې سمدستي دې  افغانستان ته د افغان کډوالو د جبري ستنېدا مخه ونیسي او د نړیوالو بشري حقونو د قانون له مخې خپلې ژمنې ترسره کړي.

د بشري حقونو بنسټ د سې‌شنبې پر ورځ( د لیندۍ پېنځه‌ویشتمه ) په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې په ۲۰۲۵ کال کې میلیونونه افغان وګړي په غیرقانوني ډول له بېلابېلو هېوادونو څخه د پاکستان، ایران، ترکیې او جرمني په ګډون ایستل شوي دي.

د بښنې نړیوالې ټولنې د څرګندونو له مخې؛ دا جبري ستنېدا په داسې حال کې تر سره شوې، چې په افغانستان کې وضعیت د دوی پر ګټه ندی.

د راپور له مخې؛ د ښځو محدودیتونه، له ملګرو ملتونو او غیر دولتي بنسټونو سره د دوی پر کار بندیز او محرومیت په افغانستان کې له بنسټیزو حقونو څخه سرغړونه ده.

د ۱۹۵۱ کال د کډوالو کنوانسیون ۳۳ ماده ښیي او ډاډ ورکوي، چې هیڅوک باید هغه هېواد ته بېرته ونه لېږل شي، چې دوی د شکنجې، غیر انساني چلند یا نه جبرانیدونکي زیان سره مخ وي.

د بښنې نړیوالې ټولنې زیاته کړې؛ افغان کډوال د بېرته ستنېدا په وخت کې له دوه اصلي ګواښونو سره مخ دي: د پخوانیو حکومتي چارواکو څارنه او ځورونه او د ښځو او نجونو پر وړاندې تبعیضي محدودیتونه. له جبري ایستل شویو کډوالو سره د مرکو له مخې؛ د امنیتي ځواکونو ډېری پخواني غړي او حکومتي چارواکي د غچ اخیستنې له وېرې نشي کولی خپلو ولایتونو یا پخوانیو استوګنځایونو ته ستانه شي.

د ملګرو ملتونو یوه پخواني راپور هم تائید کړې، چې اسلامي امارت د راستنېدونکو پر وړاندې له بشري حقونو سرغړونه کړې ده؛ ښځې او نجونې، د مدني ټولنې فعالان او پخواني دولتي کارمندان د تر ټولو زیان منونکو ډلو په توګه پېژندل شوي دي. سربېره پردې د بشري حقونو بنسټونو خبرداری ورکړی، چې د افغان کډوالو جبري ستنېدا په هېواد کې روان بشري ناورین نور هم خراب کړی دی.

اسلامي امارت تل دا ډول راپورونه رد کړي او څرګندوي، چې د افغانانو حقونه د شریعت په چوکاټ کې تضمین شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر ویلي؛ د ملګرو ملتونو افغان دفترونو ته د ښځینه کارمندانو له نه‌تګ څخه ۱۰۰ ورځې وروسته هم دا محدودیتونه پخپل حال پاتې دي، چې اړمنو خلکو ته د حیاتي مرستو رسولو مخه نیسي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغان ښځو کاري بندیزونو مو بشري مرستې له خطر سره مخ کړي- م.م

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي؛ ” لکه څنګه، چې په هېواد کې د ملګرو ملتونو دفترونو ته د افغان ښځینه کارمندانو د نه‌تګ له بندیز څخه ۱۰۰ ورځې تېرې شوې دي. مونږ له چارواکو غواړو؛ د ډاډ د ترلاسه کولو لپاره دې ټول محدودیتونه لرې کړي، چې اړینې مرستې ټولو اړمنو کسانو ته ورسیږي.”

Published

on

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر ویلي؛ د ملګرو ملتونو افغان دفترونو ته د ښځینه کارمندانو له نه‌تګ څخه ۱۰۰ ورځې وروسته هم دا محدودیتونه پخپل حال پاتې دي، چې اړمنو خلکو ته د حیاتي مرستو رسولو مخه یې نیولې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ ” لکه څنګه، چې په هېواد کې د ملګرو ملتونو دفترونو ته د افغان ښځینه کارمندانو د نه‌تګ له بندیز څخه ۱۰۰ ورځې تېرې شوې دي. مونږ له چارواکو غواړو؛ د ډاډ د ترلاسه کولو لپاره دې ټول محدودیتونه لرې کړي، چې اړینې مرستې ټولو اړمنو کسانو ته ورسیږي.”

د خبرپاڼې د ټینګار له مخې؛ د ښځو او نجونو پر وړاندې سیسټماټیک تبعیض د افغانستان په ګټه ندی او باید ژر تر ژره پای ته ورسیږي.

ملګرو ملتونو یو ځل بیا د ښځو پر وړاندې د بندیزونو سمدستي لرې کولو غوښتنه کړې او څرګندوي، چې په بشري فعالیتونو کې د ښځو ګډون د افغانانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره اړین دی.

ویل کیږي، چې د دغو محدودیتونو له غځېدا سره به د زیان منونکو ډلو لپاره د بشري مرستو او ژغورنې بهیر بشپړ زیانمن شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!