تازه خبرونه
اسلامي امارت به په افغانستان کې د جمهوري نظام ځای ناستی نشي
په افغانستان کې د جمهوري نظام پر دوام د دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې ټینګارښیي، چې د سولې له هوکړې مخکې باید د ولسمشرۍ ټاکنې تر سره شي.
اشرف غني ټینګار کوي، چې اسلامي امارت د افغانستان خلکو ته په هیڅ صورت د منلو ندی.
نوموړي خپلو پلویانو ته ژمنه ورکړه، چې په تاکنو کې له بریالیتوب وروسته به باعزته سوله د ده د کار لومړیتوب وي.
د دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې لومړي مرستیال د خپلې ډلې د بریالیتوب په صورت کې د افغانستان پر اقتصادي ودې او له توندلاریتوب سره پر مبارزې ټینګار وکړ.
د دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، په راتلوونکي حکومت کې به د حذفولو سیاست شتوالی ونلري او په اقتصادي ډګر کې به افغانستان پر خپلو پښو ودریږي او بېوزلي به نور څوک نه احساسوي.
د هرات یو شمېر اوسیدونکیو او د ولایتي شورا غړیو د دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې د ملاتړ تر څنګ له دې ډلې وغوښتل، چې د بریالیتوب په صورت کې خپلې ژمنې عملي کړي.
د ولسمشریزو ټاکنو ټاکنیز کمپاین د تېرې میاشتې پر شپږمه پیل شوی او د راتلوونکې میاشتې تر څلورمې دوام کوي.
د ټاکنیز کمپاین له پیل تر اوسه محمد اشرف غني پکتیا او دا دی اوس هرات ته ولاړ او ګلبدین حکمتیار هم د پنجشنبې پر ورځ میدان وردګو ته تللی و.
لدې مخکې هم اشرف غني ویلي وه، چې ټاکنې به د سولې لپاره ونه ځنډوي.
خبریال: فواد احمدي