تازه خبرونه

اسماعیل خان د ناامنیو د مخنیوي له پاره شورا را منځ ته کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان یو پخواني جهادي مشر محمد اسماعیل خان په هیواد کې د نا ارامیو په زیاتېدو نیوکه وکړه.

دا پخوانی جهادي مشر د غویي په اتمه چې د مجاهدینو د بریا له ورځې سره برابره ده، وړاندیز کوي چې د هغو نښتو د مخنیوي له پاره چې د نوموړي په وینا په راتلونکو شلو ورځو کې په هرات کې پیلیږي، د جهادي مشرانو، علماوو، خلکو او حکومتي کسانو په ګډون یوه شورا رامنځ ته کیږي.

پخوانی جهادي مشر محمد اسماعیل خان:

زه له تاسو څخه هیله لرم چې د هرات مشران په یوه ستره شورا کې سره راغونډ شي څو د دې چاپیریال د نجات له پاره له حکومت سره یو ځای د حل لاره ولټوو.

اسماعیل خان خبرداری ورکوي چې که د افغانستان د ناامنیو له مسلې سره جدي چلند ونه شي، نو لمن به یې د هیواد نورو برخو ته خوره شي.

په همدې حال کې د هیواد په لودیځ کې د پوځ قوماندان جنرال تاج محمد وایي؛ وسله وال طالبان هڅه کوي چې د هیواد په لويدیځ کې په ځینو سیمو کنترول تر لاسه کړي؛ خو د هغه په وینا بریالي به نه شي.

“دښمن نه د تجهیزاتو او مورال او نه هم د شمېر او کمیت له مخې ستاسو د بچیانو په څېر وړتیا نه لري.

له بلې خوا د هرات سرپرست اصل الدین جامي هم ټینګار کوي چې دې ولایت خپل امنیت او ثبات ساتلی دی.

“هرات چې یو تاریخي ولایت دی؛ په ټولو یادو شویو برخو کې له مناسب حالت څخه برخمن دی او هرات نن ورځ د امنیت او ښې حکومتولۍ په برخه کې د هیواد په کچه یو ځانګړی ځای لري.

له دې مخکې هم محمد اسماعیل خان د نویو ډلو د راڅرګندېدو خبره کړې وه چې په وینا یې دغه ډلې هرات ګواښي؛ خو د دې ولایت سیمه ییزو چارواکو تل ویلي چې دغه ډلې د هرات د آرامۍ د له منځه وړلو وړتیا نه لري.

Trending

Exit mobile version