سیمه ییز خبرونه
اشرف غني احمدزی: له دایمي سولې پرته امنیت اوثبات ناشونی دی
د افغانستان منتخب ولسمشر اشرف غنی احمد زی وایی، چی د امنیت او ثبات لپاره به هڅې وکړي، خو د نوموړي په وېنا، له دایمي سولې پرته امنیت اوثبات ناشونی دی.
هغه ژمنه وکړه، چی ټولنیز عدالت به پلی او په هېواد کې به پانګونې ته زمینه برابر کړي.
د افغانستان منتخب ولسمشر اشرف غني احمد زي په ارګ کې د ملی جنبش د غړو په غونډه کې خبرې وکړې.
احمدزی ووېل، د ملي یووالي حکومت به له ستونزو سره مخامخ نه شي او دوی به هڅه وکړي، چې ټولنیز عدالت پلی کړي.
ښاغلی احمدزی همدارنګه وایي، د خدمت کولو لپاره سیاسي اراده لري او هڅه به وکړي، چې په هېواد کې سوله او امنیت ټینګ شي.
منتخب ولسمشر ژمنه وکړه، چې افغانستان به د پانګونې په مرکز بدل کړي.
د اشرف غني احمدزي لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم وایي، د ملي یووالي د حکومت له جوړېدو ملاتړ کوي او هغه ژمنې به عملي کړي، چې د ده په خبره له خلکو سره شوي دي.
اشرف غني احمدزی وایي، د دوشنبې په ورځ به د لوړې ( د تلې ۷) له پر ځای کولو وروسته د پیاوړي حکومت د جوړېدو لپاره جدي کار پېل کړي.