تازه خبرونه

اشرف غني یو ټګ او قاتل سړی دی ـ ډونالډ ترمپ

Published

on

(Last Updated On: زمری ۲۸, ۱۴۰۰)

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ له سکای نیوز سره په خبرو کې اشرف غني ته د ټګ او قاتل سړي خطاب کړی دی.

د هغه نړیوال ملګري هم هغو راپورونو هک پک او حیران کړل، چې ویل کیږي ده له افغانستان ډېرې پيسې هم له ځانه سره وړي دي.

ده ویلي چې له اوله یې غني نه خوښیده او باور یې نه پرې کاوه.

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې یو وخت د بګرام هوايي اډې ته راغلی و او اشرف غني یې همغې اډې ته ورغوښتی و؛ وايي، چې اشرف غني ټګ او قاتل سړی دی.

دونالد ترمپ  وایي: ما غوښتل، چې طالبان له افغان دولت سره هوکړې ته ورسي. ما پر غني هیڅ باور نه کاوه. دا مې په ډاګه ویلي، چې غني یو ټګ دی. غنی به ډېر وخت زمونږ له سناتورانو سره پر ډوډۍ خوړلو تېراوه.

پر اشرف غني اوس هغه کسان هم تندې نیوکې کوي او پر ملي خیانت یې تورنوي، چې په حکومت کې یې ورسره ګډه دنده هم تر سره کوله.

د دفاع پخوانی وزیر بسم الله محمدي، چې له اشرف غني سره د هغه له تېښتې یوه ورځ مخکې د کابل بالا حصار ته تللی و؛ پر هغه د ملي خیانت تور لګوي او وايي، چې اشرف غني په ظاهر کې ځان د ملي ځواکونو مدافع معرفي کاوه، خو په پای کې وتښتیده.  

حمدالله محب او فضل محمد فضلي هم له اشرف غني سره یو ځای تښتیدلي دي.

یو شمېر افغانان دوی ته د ملي خاینانو خطاب کوي او وايي، چې هغه باید د ځواب ویلو لپاره افغانستان ته راستون کړای شي.

د کابل اوسیدونکيو ویلي، اشرف غني له دې هېواد سره جفا کړې اوباید محاکمه شي.

Trending

Exit mobile version