تازه خبرونه

اصغر افغان د کرکټ ملي لوبډلې له لوبډلمشرۍ ګوښه شو

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۱, ۱۴۰۰)

اصغر افغان د افغانستان د کرکټ بورډ د څېړنیزې جرګه ګۍ د څېړنو او د دې بورډ د غړیو د پرېکړې په پایله کې د ملي لوبډلې له لوبډلمشرۍ لرې او پر ځای یې نور لوبډلمشران معرفي شول.

دغه بنسټ په ډاګه کړې؛ د افغانستان او زمبابوې ترمنځ په لومړۍ ټیسټ لوبه کې د افغانستان د کرکټ بورډ د څېړنیزې جرګه ګۍ څېړنو وښوده، چې د پخواني لوبډلمشر اصغر افغان د پرېکړو له مخې لوبډلې لومړۍ ټیسټ لوبه بایللې ده.

په خبرپا ڼه کې راغلي: اصغر افغان پر ګډه پرېکړه له خپلې دندې ګوښه شو؛ حشمت الله شهیدي د لوبډلمشر په توګه او رحمت شاه زرمتي د ټیسټ او یوې ورځینیو نړیوالو لوبو د مرستیال لوبډلمشر په توګه وټاکل شول.

دغه راز ویل شوي، چې نوی لوبډلمشر به د شل اوریزو لوبو لپاره هم معرفي شي او راشد خان د شل اوریزو لوبو په نړیواله بڼه کې د ملي لوبډلې د مرستیال په توګه خپل ځای خوندي کړی دی.

افغانستان به د روان کال په نومبر کې له آسټرالیا سره یوه بله ټیسټ لوبه ترسره کړي، چې تېرکال لوبېدلي وه؛ خو د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله هغه مهال وځنډول شوه.

Trending

Exit mobile version