تازه خبرونه
اطاعت او احترام په اسلامي امارت کې یو ذاتي اصل دی- ملا برادر
ملا عبدالغني برادر په کابل کې د عزیزي ګروپ د ځینو پروژو د پرانېستې په مراسمو کې زیاته کړه، چې د اسلامي امارت تمرکز د شریعت پر تطبیق او د هېواد پر آبادۍ دی.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ويلي، چې اطاعت او احترام د اسلامي امارت یو ذاتي اصل دی، چې په هر حالت کې به دوام وکړي.
ملا عبدالغني برادر په کابل کې د عزیزي ګروپ د ځینو پروژو د پرانېستې په مراسمو کې زیاته کړه، چې د اسلامي امارت تمرکز د شریعت پر تطبیق او د هېواد پر آبادۍ دی.
ملا برادر له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې له افغانستان سره دې مثبت تعامل وکړي؛ ځکه د سیاسي او اقتصادي فشارونو کارول د هیڅ لوري پر ګټه ندي او کومه پایله به هم ورنکړي.
برادر زیاته کړې؛ د نړۍ تاریخ ثابته کړې، چې فشارونو هیڅکله تعامل او اریکو ته لار اواره کړې نده، بلکې ملتونه او هېوادونه یې نور هم بېل کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملي دفاع وزارت چارسمبالی (سرپرست ) محمد یعقوب مجاهد هم ولي؛ اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره په هغو مواردو کې تعامل ته چمتو دی، چې د ملي ګټو پر ضد نهوي.
